Drawer trigger

محمد (ص) د بشريت ژغورونكى لومړۍ برخه

بسم الله الرحمن الرحيم

د ايران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضر اّيت الله العظمى سيد على خامنه اى لخوا د پيغمبر اكرم (ص) په نوم د 1385 هجرى لمريز كال سينګارول لكه څرنګه چې په نړيواله او سيمه ايزه او د ايران په سويه بدلونونو ته پام سره دى . د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) سپيڅلې شان ته په تيره بيا په اسلامي نړۍ كښې د نړى د عمومى افكارو ، مسئولانو او عمومى خلكو ته په ډيرنده پام كښې داساسي الزاماتو او ضرورتونو د شتون او د هغه مبارك له وجود څخه د ځانګړو امتيازاتو او ګټو پورته كولو بيانونكى دى . هغه پيغمبر چې د رهبرۍ د ستر مقام په تعبير د تاريخ په اوږدو كښې د درستو الهي انبياوو د فضيلتونو يوه بشپړه ټولګه او د كائيناتو ځلانده ستورى دى . په دغه مينځ او مان كښې له دې اقدام څخه د رهبرۍ د ستر مقام هدفونو ته پام په دوو ډګرونو كښې ډير ضرورى دى . 1- كورنۍ سويه : داسې ښكاريږى د ايران په مهمو مسئلو كښې د خلكو پراخ ګډون او ملى يووالې بڼى موندنې او پياوړتيا ته په پام سره با استعداده ، ولوله ناك او هيله من ځوانان او كار ته چمتو خلك له هروخته زيات اوس د هيواد د چارو د پرمخ بيولو او چټكولو لپاره د چلند يوې مناسبې بيلګې او له هغې ګټې پورته كولو ته اړتيا لرى ، څو له دې لارې په بيلا بيلو ډګرونو كښې د مادى او معنوى پرمختګ له لوړو خپل واټن كم كړاي شى او له مخ په وړاندې دسيسو او پيښو سرلوړې راووځې . د اسلام د ګران پيغمبروجود چې يوه بشپړه او چمتو بيلګه ده لار پرانيستونكى كيداي شى او مونږ په سمه لاره هدايتولاي شي . له يوې خوا د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) د درسونو بيا ويلو ته ضرورت لرى او له بلې خوا د ملت او حكومت د روانو پروګرامونو او د ژوند په درسونو د هغو بدليدا ضروري ده . په دغه مينځ او مان كښې دنبوي مكتب اساسي درسونو منجمله ښو اخلاقوو مقاومت هاو استقامت ته پام چې بې له شكه لومړنى يې د دوهمې سريزه ده دوه برابره ضرورت لرى چې د خلكو او مسئولانو لپاره به په يوه كلتور او علمې رويى د هغو بدليدا ډير رول ولرى . په دې كښې كوم شك نشته دى چې د اسلام د ګرام پيغمبر حضرت محمد مصطفى (صل الله عليه و اّله و سلم) ځانګړنو په تيره بيا اخلاقي عنصر ته پام په دي معنى نه دى چې زمونږ ټولنه له اخلاقي خصلتونو ليرې شوي ده او اخلاقي مكارمو ته بيرته ستنيدا ته اړتيا لرى . بلكه په دې دليل چې اسلامي ايران چې په ننۍ نړۍ كښې د اسلامي حكومت جارچى او د اخلاقو او اسلامي ټولني يوه بيلګه ده په نړيواله او د خپلې ټولنې په سويه د اخلاقي مكارمو پياوړتيا ته ضرورت لرى . هغه نړيواله ټولنه چې د بىاخلاقو سياستوالو تر سختو سياسي لوبو ، زوروينو ، قدرتمداريو ، بى عدالتيو او دباوو لاندي ده . په عين حال كښې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفى (صل الله عليه و اّله و سلم) له وجوده مطلوبه استفادهْ ددې په ترڅ كښې چې د ځان جوړونى اصل ته له هر څه زيات پام ته ضرورت لرى په بيلا بيلو څانګو كښې د مسئولانو او خلكو لپاره د علمى لارو چارو د كارولو او له تيرو تجربو استفادې ته اړتيا لرى څو ښه ګامونه واخيستلاي شي . 2- په نړيواله او سيمه ايزه سويه : داسې بريښې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفى (صل الله عليه و اّله و سلم) په نوم د روان كال نومول د اسلام د سپيڅلي دين ، پيغمبر او اسلامى نړۍ په نسبت د نړيوال صهيونيزم او د نړيوال قدرت د مركزونو د اقداماتو او دسيسو او شيطانتونو ته په پام سره د‌ى . په دې سربيره چې په دي وروستيو كلونو كښې د اسلام د حقيقي څيري دداغې كولو لپاره په نړيوال صهيونيزم پورې اړوندهْ ډلو، رسندويو او لويديځوالو لخوا ډيرې هڅې شوي دي . او د نړيوالي سلطي نظام هم د مسلمانو ملتونو زيرمې او برخليكونه خپل هدف ګرځولي دي او په اسلامي هيوادونو يې كلتورى ، سياسي او اقتصادي يرغلونه خپله اجنډا ګرځولى ده . د لويديځ د ډله ايزو رسندويو لخوا د اسلام د ګران پيغمبر په شان كښې پلان شوي سپكاوي وښودله چې د اسلامي نړۍ د كمزورى كولو او په هغې د دباوو اچولو لپاره پټې او ښكاره هڅې روانى دى چې اصلي چورليز يې د درز اچول دي . له دې امله د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (صل الله عليه و اّله و سلم) په نوم د روان كال نومول چې د ايران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په تعبير سره په نړيوالو سويه د هغوئ وجود د درست اسلامي امت او مسلمانو ملتونو د عقايدو او عواطفو د پيوند ټكى دى . تمه كولاي شو چې اسلامي نړۍ په تيره بيا بهرنۍ او كورنۍ ډله ايزې رسندويې ، نظرخاوندان ، پوهان او حكومتونه د اسلامي نړۍ د اوسني موقعيت په سم درك سره د اسلام د سپېڅلي دين د حقيقتونو او د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (صل الله عليه و اّله و سلم) د بى ساري شخصيت چې د سولي او دوستۍ پيغمبر د‌ ى په بيانولو او د عدالت ، او معنويت تږې نړۍ ته د هغه د ورپيژندلو لپاره دوه برابره هڅې وكړى او د اسلام د دښمنانو د دسيسو ، تحجر او خرافاتو لارې وتړي . په دې هيله چې ددې شاهدان واوسو چې نړيوال په حقيقي ډول د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (صل الله عليه و اّله و سلم) وپيژنى او يوه ه ورځ ووينو چې ډله ډله خلك د اسلام دين منلو ته مخه كړى او دا يوه الهي ژمنه ده چې فرمايى : اِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ * وَرئيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ اَفْوَاجًا * فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ انَّهُ كَانَ تَوَّابًا