Drawer trigger

ډاکټر مائیکل هارټ وائی حضرت محمد د بشریت په تاریخ کې خورا لوي سیاسي رهبر دی

المحیط آنټر نیټي پاڼې د یکشنبې په ورځ ولیکل یو غیر مسلمان امریکائی لیکوال او پوه ډاکټر مایکل هارټ وائې زما په اند محمد صلی ا.... علیه وآله وسلم په تاریخ کې یوازنۍ کس دی چې نامه ئې تل پاتې او له دینی او دنیاوي پلوه خورا لوړ شخصیت دی .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د نوموړي انټرنيټی پاڼې په وینا ، دغه امریکائی پوه زیاتوي ، ما حضرت محمد صلی ا... علیه وآله وسلم د هغو غوره شخصیتونو د لیسټ په سر کې راوستی دی چې په نړۍ ئې کې په ټولو زمینو کې ډیرې اغیزې درلودلي دي . هغه ړاسې شخصیت دی چې په نړۍ کې ئې د یوه ترټولو لوي دین بنسټ کیښودهّ. او دنړۍ په یوه خورا لوي سیاسی رهبر بدل شو اوس د هغه د مړینې له کابو څوارلسو پیړیو له تیریدا وروسته هماغه راز پیاوړي اغیزې لری . ډاکټر هارت وائی له دیني پلوه داسې ښکاري حضرت محمد (ص) د تاریخ په اوږدو کې د بشر پر نسل ډیرې اغیزې لری هماغه ډول چې حضرت مسیح (ص) درلودلي خو حضرت محمد له حضرت عیسی مسیح سره فرق لری ځکه حضرت مسیح له دې زیات چې دنیائی رهبر شي دینی رهبر ؤ په حقیقت کې که د اسلام د پیغمبر اسلامی فتحې په نظر کې ونیسو ،نو هغه په نسلونو کې ترټولو لوي سیاسی رهبر دی . ډاکټر مائیکل هارت جوتوي چې عربان هیڅکله دومره نه شول پراخیدلی او دغه ډول اسلامی امت ئې نه شو درلودلی اوکه هغه صفتونه چې د اسلام په پیغمبر کې ئې وینو ، نه وائ ، د عربی هیوادونو دغه ډول پراخوالی ناممکن ؤ .