Drawer trigger

محمد (ص) د بشريت ژغورونكى دوهمه برخه

تر لك زيات پيغمبران دي

ريزه خوار د ده د خوان دي

په هر شان محمد ستايه

خو يو خداي ورته مه وايه

(خوشحال بابا)

په نړۍ كښې د خارق العاده ښكلاوو ښودل كوم اسان كار نه دى . خو له هغې هم سخت كار د هغو سترو شخصيتونو د شخصيت انځورول دي چي د پنځون خالق هغوئ د انسانانو د لارښوونې لپاره زيږولي دي . كوم ليكونكى چې ددغه ډول كسانو انځورول غواړى د هغه چا په څير دى چې په يوې وړي اّينې كښې د بي پايه سمندر ځاي كول غواړى . هغه څه چې په دغه نوې لړۍ كښې مو ستاسو لپاره تيار كړي دي د يوې اوږدې شپې كيسه ده چې په افق كښې د رڼا په ځليدو سره په روښانه سهار بدله شوه . د هغه چا د ژوند كيسه ده چې ډير كسان يې هدايت كړل او پيړۍ پيړۍ يې د پيښو په څپو كښې پر مخ بوتلل . همدا اوس هماغه بيړۍ د وخت په اقيانوس كښې لامبو وهي او د (لا اله الا لله ) بيرغ يې په سر رپيږي او( محمد رسول الله) يې په هماغه شان او عظمت سره هدايت په لاس كښې لرى كه صورت د محمد نه واي پيدا

پيدا كړي به خداي نه وه دا دنيا

كل جهان د محمد په روي پيدا شو

محمد دي دتمام جهان پيشوا

په يقين سره هر چا د خداى (ج) د وروستي پيغمبر نوم محمد (ص) ډير اوريدلى دى او د هغه د دين په باب يمعلومات لرى . مليونونو كسانو د هغه اّسماني كتاب تلاوت كړى دى او له هغه څخه يې ګټگه اخيستي ده . په عين حال كښې په پرله پسې كلونو كښې ځينو بدغواړو او ګټه غواړو هڅه كړي ده څو ددغه ځلانده لمر څيره داغي وښيي . خو له رازونو په دغه ډكه نړۍ كښې هيڅ يو عاقل نشته چې د الهي پيغمبرانو غږ يې نه وي اوريدلاي او د بشر په پرمختګ او تمدن كښې يې د هغه د اخلاقو رول نه وي ليدلاي .

له هغه ځايه چې اّسيا ، افريقا او اروپا له يوه بل سره يو ځاي كيږي داسي پيغمبران پيدا شوي دي چې انسان نيكمرغۍ او ريښتونولۍ ته وربللي دي . پينځه پيغمبرانو چې اول العزم بلل شوي دي د نړۍ په ستراتيژيكه جزيره كښې چې نن سبا مينځنآ ختېځ بلل كيږي په بيلا بيلو ژبو يو پيغام رسولى دى او يو هدف يې تعقيب كړى دى او هغه د يوه خداي ستاينه او په تياره نړۍ كښې د عدالت ټينګيدا ده .

د نوح په وخت له درنه توپانه وروسته كله چې د نوح كشتۍ په جودي غره ودريده نو حضرت نوح (ع) او د هغه يو شمير پيروانو اراده وكړه څو نړۍ بيا جوړه كړي اويو ځل بيا تاريخ پيل كړي . له هغه وروسته د حضرت ابراهيم د توحيد غږ په بابل كښې واوريدل شو . موسى (ع) په خپلې له معجزې ډكي امسا سره د فرعونيانو له منګولو د خپل قوم د خلاصون لپاره د ظالم فرعون په لور ولاړ چې خلك يې خپل بندګان ګرځول . له هغه وروسته حضرت عيسى (ع) د غلامانو په چغو او سورو او د بادارانو په مستيو كښې د خداي (ج) د بي پايه مهربانۍ او لطف خبرې وكړى او د وروستي پيغمبر د راتلو زيرآ يې وركړ . او بالاخره كله چې د نړۍ ملتونو او امتونو د نړۍ د بي شميره خدايانو عبادت كاوو او هر ځاي غفلت ، ويره او توهم واكمن وو د خداي (ج) وروستى پيغمبر محمد په مكه كښې وځليده . هغه ډير پاك پيغامونه د انسان په كرامت ، بشري حقوقو او ازادۍ په باب واورول او د عدالت د ټينګولو بيلګه وګرځيده . الله تعالي (ج) ددغه ستر پيغمبر په ستاينه كښې فرمايى :

له تاسو يو پيغمبر تاسو ته درغى چې ستاسو غمونه په هغه سخت دي او ستاسو په هدايتولو ټينګار كوى او د موْمنانو په نسسبت مهربان او روْف دآ . (د توبي سورې 128 اّيت ).

 د اسلام د ګران پيغمبر د شخصيت عظمت په هغو خدمتونو كښې دى چې هغه حضرت بشرې ټولني ته كړي دي . پيغمبر د حكيم ، مدبر، توانمن ، او قادر خداى په پيژندلو سره بشر د شرك ،. الحاد ، بت پرستۍ جادو او خرافاتو له زنځيرونو وژغوره . حضرت محمد (ص) د بشر د ژوند له تورتمونو د نور او رڼا په لور لاره پرانيستله او دا يې وښودله چې انسان په حقيقت پسې د تللو او د عقل په رڼا كښې له تورتمونو او ظلمت څخه ژغورل كيږى . هغه حضرت هم له مخالفانو سره په منطق غږيده او د خداى د حكم پر اساس به يې فرمايل :

(اآ پيغمبره ووايه تاسو خپل دليل راوړئ )

اوس په دغه متمدنه نړۍ كښې په نويو ټاټوبو كښې د اسلام له پراختيا او په زړونو كښې د هغه له خپريدو ويره ددې سبب شوي ده يو شمير خلك د اسلام ګران پيغمبر او د هغوئ د شخصيت په شان كښې سپكاوآ وكړى . دغې ناوړې رودې په 2006 م كال كښې نوي بڼه وموندله . په دغه لړ كښې ځينو لويديځو رسندويو د خپلو حكومتونو په مرسته په پلان او هدفمن ډول هڅه وكړه چې له اسلام او پيغمبرانو څخه غير حقيقي او ورانه څيره وړاندي كړي . كه څه هم له دغه دسيسو وروسته مسلمانان ځيږ او تاوتريخجن معرفي شول خو د دې په مقابل كښې د اسلام او د اسلام د ګران پيغمبر د پيژندلو لپاره خلك ليواله شول . ميرمن كارن ارمسترانګ چې يوه انګريزۍ او غير مسلمانه محققه ده يو له هغو ده . هغې د اسلام ګران پيغمبر ته د سپكاوې د زياتيدا په تيره بيا د سلمان رشدي لخوا له سپكاوي وروسته د محمد په نامه كتاب وليكه . نوموړي د خپل اثر د ليكلو دليل له اسلام څخه دفاع او د اسلام په باب د لويديځ د مسيحيت د ذهن روښانه كول وبلل او ويي ويل اوس مهاله لويديځ انسان بايد د حضرت محمد (ص) له تعاليمو په دغه رنګينه نړۍ كښې د ځان د هدايتولو لپاره مهمي مسئلي زده كړى.

د 2001 م كال د سپتامبر د 11 نيټي له پيښې او په پيغمبر او اسلام د حملو په زياتيدو سره ميرمن ارمسترانګ چې خپل كتاب يې له دې مخكې ليكلآ وو د خپل كتاب سريزه بيا وليكله . نوموړې په دغه سريزه كښې دغه تاوتريخوالې له اسلام اود پيغمبر له روح سره په تضاد كښې بللي او وايي د اسلام ټكى چې د خداى په وړاندي د تسليميدو په معنى دى له سلامتيا اخيستل شوآ او د سولي په معنا دى . د حضرت محمد (ص) عملي كړچار هم په دغو دوو اصولو ولاړ وو. حضرت محمد (ص) چې كله خپله دنده پيل كړه نو وينه تويونه ، كينه او كسات اخستنه چې د جاهلت د پړاوو دود وو ختم كړل . هغه حضرت په دقت او هوښيارۍ سره حالات خ جاجول او د خپل وخت له خلكو له پوهې زيات يې د هغو پوښتنو ته مناسب ځواب وركاوه . ميرمن ارمسترانګ زياتوي . د حضرت محمد (ص) درست ژوند ددې ښودنه كوى چې مونږ له هر څه زيات بايد ځان غوښتنه ، نفرت او د نورو په عقايدو د سترګو پټول له ځانه لرې كړو . په دغه ډول حالاتو كښې د نورو خلكو تر څنګ د استوار او ډاډمن ژوند لپاره فضا برابرولاي شو . هغه نړۍ چې بشريت له هر ډول ظلمونو او كړاوونو ليرې پكښې هوسا ژوند كولاي شي .

له متعال خدايه غواړو چي مونږ ته دا توفيق راكړي د نړۍ د غوره او ستر شخصيت په ژوند فكر وكړو . اوس ددې وخت را رسيدلى دى چې نړيوال ددغه لوړ انسان حقيقي څيره وپيژني او بي له شكه د هغه لوړو تعليماتو ته ضرورت لرى . د ايران باچا خسرو پرويز په خپل فيروزه نشان تخت ناست وو ، د هغه دتخت په خواكې زرين او له ستورو ډك باچاهى تاج پروت وو ، ناڅاپه د جنګ د نغارې په شان يو اواز دفضا ارامښت او چوپتيا ماته كړه او د مر مرو د كاڼو ټوټې له ماڼگۍ جدا شوي او د ساتندويو چغو په محل كښې انګازې وكړي .