Drawer trigger

حضرت محمد صلي الله تعالي عليه وسلم   وپېژنۍ (۲) برخه

محمدمعين الدين ابوالفضل،  افغاني کان الله له ودامت برکاته، بسم الله الرحمن الرحيم درنواواسلامي وروڼو زموږاوستاسي  دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الـله عليه وسلم پېژندنه بیخي ډېراړخونه اوبرخي لري چي دهمدغوبرخوله جملې څخه یوه برخه داده چي موږاوتاسي  په دې باندي عالمان سوچي زموږاوستاسي رسول حضرت محمد صلی الـله تعالي عليه وسلم له مخه تردې چي ده ودنیاته تشریف راوړۍ اوبیاله الهي لوري څخه نبي اورسول ګرځیدئ په تيرونبیانو کښی اودهغوۍ په امتونوکښي  په څونه اندازه کښي مقبول اومشهوروو او دالله پاک په نورواسمانی کتابوکښي لکه تورات، انجيل وغیرهما دحضر ت  محمدصلي الـله علیه وسلم په څه قدر مدحه اوثنااوصفت سوۍ وو ـ دسورت اعراف په (۱۵۷)آيت کښي الـله جل جلاله   واهل کتابویهودواونصاراووته په ډېرصراحت سره داخبره فرمايلې ده چي حضرت محمد صلي الـله عليه وسلم هغه نبي دئ کوم چي یهودان اوعیسایان دده نوم اوصفتونه په تورات اوانجیل کښي مکتوب اولیکل سوي ویني،  اومذکوره آیت مبارک  په دې ډول دئ ، الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ـ الاعراف،الآية(۱۵۷) محترمومسلمانانوزموږاوستاسي دسترپیغمبر حضرت محمد صلی الـله تعالي عليه وسلم یوفرق له نورونبیانواورسولانوڅخه دلوړعظمت اودلوړمقام په اعتبارداوو  چي له حضرت آدم علیه السلام  څخه بیاترعیسي عليه السلام پوري له هرنبی څخه الـله پاک ټینګ  عهداووعده ددې کاراخستې وه چي که حضرت محمد صلي الـله تعالي عليه وسلم مبعوث اونبي سواوته ژوندي وې نوبه پرده باندي ایمان راوړې،اودارنګه  الله پاک وهرنبي ته داحکم کړۍ ووچي ته به له خپل امت څخه هم په دې باره کښي ټینګ  عهداخلې چي که محمدعلیه السلام ستاسي په  عهدکښی نبي سونو تاسي به پرده باندي ایمان راوړئ، لکه چي له حضرت علي اوعبدالله ابن عباس رضي الله عنهم څخه دآل عمران د۸۲،۸۱ مبارکو ایاتوپه تفسيرکښي په همدغه ډول روايت راغلئ دئ ـ ایاتونه دادي وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّينَ لَمَا آتَيْتُكُمْ مِنْ كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنْصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُوا أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ (۸۱) فَمَنْ تَوَلَّى بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (۸۲)، ـ آل عمران، البداية والنهايه ،ج۶،ص۷۲۹ـ محترمووروڼو په تورات کښي چي زموږاوستاسي دګران پیغمبر کوم صفتونه راغلي وو نودهغوۍ له جملې څخه یوه برخه په دې شرحه وه عن عطابن يسار قال ،لقيت عبدالله بن عمرو،فقلت ،اخبرني عن صفة رسول الله صلي الله عليه وسلم  في التورات،فقال اجل والله انه لموصوف  في التورات  ببعض صفته في القرآن(يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا)الاحزاب آية ۴۵ـ وحرزا للأميين  انت عبدي ورسولي سميتک المتوکل ليس بفظ ولاغليظ ولاصخاب بالاسواق، ولايدفع سيئة بالسيئة ولکن يعفو ويغفر ولن اقبضه حتي اقيم به الملة العوجاء ان يقول(لااله الا الله)  وافتح به اعينا عميا وآذانا صما وقلوباغلفاـ   البخاري والبيهقي  واللفظ له وروانحوه احم‍د ، کذافي البداية والنهاية ج۶ ص۴۳۴ ومدارج النبوة ج۱ص۹۵ـ يعني له عطابن يسار  څخه روایت دۍ چي ز ه له عبدالله بن عمروسره ملاقي سوم نوماورته وويل چي خبرکړه ماله هغه صفت څخه درسول الله صلی الله تعالي علیه وسلم کوم چي په تورات کښي راغلئ دۍ ده ورته و ويل چي هو،قسم په خداۍ دئ  چي دده صفت سویدئ په تورات کښي په دې ډول چي بعضي دهغه صفت په قرآن کښي هم مذکوردۍ،، پخوړاوخلاصه دمذکوره عبارت بې له رعایت څخه دلفظي  ترجمې داده   چي دنبي عليه السلام په تورات کښي په دې ډول صفت سويدۍ چي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دالله پاک  داسي بنده دئ چي نبي دئ،رسول دۍ اوشاهداوګواه دئ يعني دقیامت په ورځ کښي پرخلګوباندي اوزیرۍ کونکۍ دۍ ونېکانوخلګوته په جنت سره اووېره وونکۍ دۍ دبدانواوکافرانوله عذاب څخه دالله  پاک اودغه مُحَمد به پنااوساتنه وي لپاره  دامیانو چي مراد ورڅخه عرب قوم دئ، اودَيْ دالله پاک داسي خاص بنده دۍ چي هيڅ مثال ئې نسته،اودَيْ دالله پاک رسول دۍ وټول مخلوق ته ،اودََيْ الله جل جلاله   په متوکل سره نامداره کړیدۍ ځکه چي دۍ به پرالله پاک باندي په اعلي درجه سره توکل کوونکۍ وي اودَی به تُندخویه اوسخت زړه نه وي اونه به په بازاروکښي ډېرګرځېدونکۍ اونه به اوازپورته کوونکۍ وي اودارنګه محمد (صلي الله تعالي عليه وسلم)به داسي شخصیت وي چي څوک بدورسره وکړي نودَي به ددغي  بدۍ بدله په بدي سره نه ورکوی بلکي   دبدۍ بدله به په نيکي سره ورکوي او عفوه او بخښنه به کوي اوترهغه پوري به محمد په دنيا کښي  ژوندۍ پاته وي چي الله پاک په ده سره کج اوکوږ ملت اودين دخلګو سِېده کوي په دې ډول چي خلګ و وايي چي، لااله الالله، اوپه محمد سره به الله پاک هغه سترګي خلاصي اوبېنا کړي کومي چي له حق څخه ړندې وي  او دارنګه به په ده سره الله پاک هغه غوږونه خلاص کړي کوم چي دحق له اورېدلو څخه کا ڼه وي اودارنګه به په ده سره الله پاک هغه زړونه خلاص کړي کوم چي دجهالت اوضلالت اودکفرپه پردو کښی وي اوله حق څخه ناخبره وي ،

والسلام ومن الله التوفيق

په دې اړه نوربيا. . .