Drawer trigger

د حضرت محمد(ص) نړيوال رسالت

اسلام د ختيځ او لويديځ دين

اسلام له هماغې لومړۍ ورځۍ د روڼې او ځلاندې چينې په شان راښکاره شو، ورو ورو يې پراختيا او ژورتيا زياته شوه او بالاخره يو لوي سمندر شو چې په بيلا بيلو سيمو کې بشريت خړوبوي او اوس هم چې څومره مخکې ځي، لا ژور او پراخيږي. په حقيقت کې ټول غلط دودونه او رسمونه وينځلے شي او په هر وخت او ځاي د خلقو هدايت کولے شي.

اسلام د نړۍ له استعماري سياستونو سره سره په ترقۍ دے او د اسلام دبنيادونو د راغورزولو لپاره د دښمنانو پروپيګنډې شنډې شوي دي. اسلام د کاميابۍ او عام شونې راز لري او هغه ستر راز د انسانانو له فطرت سره مطابقت دے چې ټول انسانان يې لري او د ژوند اساس په همدې فطرت ولاړ دے. نو هغه کسان چې وايي ختيځ، ختيځ دے او لوديځ، لوديځ. او د ختيځ پيغمبر د لوديځ او مغرب رهبري نه شي کولے، په غلطۍ دي. ځکه چې لوديځ او ختيځ د فطرت له نظره يو شان دي. او څنګه چې لويدځ او ختيځ د فطرت له نظره يو شان دي. او څنګه چې د ختيځ خلق فطري دين ته ضرورت لري د لويديځ خلق هم دې ته اړتيا لري.

 پيغمبر(ص) له مکې د نړۍ خلق اسلام ته راوبلل

کله چې د مکې په تورتم کې د پيغمبر(ص) لخوا توحيد ته د بلنې اواز انګازه وکړه نو دا اواز يوازې د حجاز د سيمې او د عربو لپاره نه ؤ بلکې د ټولې نړۍ لپاره ؤ ځکه چې پيغمبر(ص) خپلو خپلوانو ته په بلنه کې وفرمايل: "اني رسول اليکم خاصة و الي الناس عامة"

په تحقيق سره زه خداي پاک خاص تاسو ته او عام نورو خلقو ته راستولے يم يعنے که څه هم اوس ستاسو په منځ کې يم خو خداي د ټولو انسانانو لپاره راستولے يم.[1]

د قران ځينې ايتونه هم زمونږ خبره تائيدوي چې فرمايي: قل يا ايها الناس اني رسول الله اليکم جميعاً.

ووايئ اے خلقو! په تحقيق سره زۀ ستاسو د ټولو لپاره د خداي رسول يم.[2]

وما ارسلناک الا رحمةً للعالمين

او ته مو د ټولو نړيوالو او عالمينو لپاره رحمت راوليږلې.[3]

و اوحے الے هذا القران لا نذرکم به و من بلغ

او دا قران ما ته وحي شوے دے چې تاسو او هر هغه څوک چې دا ورته ورسي، وويروم.[4]

له دغو ايتونو په څرګنده معلوميږي چې د پيغمبر(ص) نړيوال رسالت له هماغې لومړۍ ورځې څخه د هر وخت او هر ځاي د خلقو لپاره ؤ نه چې صرف د حجاز لپاره.


[1]  . کامل التواريخ ج ص61 چاپ بيروت سال1385.

[2]  . سوره اعراف ايه158.

[3]  . سوره انبيا ايه107.

[4]  . سوره انعام ايه19.