د امام مهدي عليه السلام له حکومته په لاس راغلي څيزونه

د هغوي له حکومته په لاس راغلي څيزونه خلک او ټولنې مخکښے له دې چې حکومت ته ورسيږي او حکومت په لاس کښې واخلي د خپل حکومت ځينې مقصدونه بيانوي او خلکو ته هيلې ورکوي او کله خو هغه مقصدونو ته د رسيدو لپاره خپل پروګرامونه هم بيان کړي خو وروسته له دې چې حکومت ته ورسيږي په خپلو مقصدونو کښې ناکام پاتې شي. او کله کله له هغه څه چې ويلي وي مخ تاو کړي او يا يې بالکل هېر کړي. يو مقصد چې له اوله بيان شوے وي هغې ته نه رسيدل يا له دې وجې وي چې هغه مقصد رښتونې نه وي او يا دا چې د حکومت پروګرام يو هر اړخيز پروګرام نه وي او زياتره دا وي چې د ناکامۍ سبب د پروګرام د چلوونکو نالائقي وي. د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې مقصدونه هغه مقصدونه دي چې هغه ريښتونې دي چې جرړې يې د خلکو په ذهنونو کښې موجودې دي او ټولو دا غوښتل چې هغې مقصدونو ته ورسيږي او پروګرامونه هم د اهلبيتوعليهم السلام او د قران او سنت په رڼا کښې جوړ شوي دي او په ټولو اړخونو کښې د هغې د جاري شونې ضمانت شوے دے نو دې ته په پام د هغوي له انقلابه په لاس راغلي څيزونه د ډېر پام وړ دي او په يو جمله کښې پکار دے داسې وويل شي د امام مهدي عليه السلام له حکومته هغه څه په لاس راځي چې د انسانيت د ټولو مادي او معنوي اړتياؤ ځواب ورکوي. هغه اړتياوې چې خداي پاک د انسانانو په وجود کښې امانت ايخي دي. نو دلته روايتونو ته په پام سره ځينې هغې څيزونو ته اشاره کوو. 1. هر اړخيز عدالت په ډېرو روايتونو کښې د امام مهدي عليه السلام له حکومته په لاس راغلي څيزونو کښې د ټولو نه اهم څيز عدالت بيان شوے دے چې د حکومت د مقصدونو په برخې کښې مو د هغې په هکله خبرې وکړې. خو په دې ځاي کښې د هغه حقيقت په هکله څه نورې خبرې هم کوو چې د آل محمدصلی الله عليه و آله وسلم په حکومت کښې به عدالت په هر اړخ کښې جاري شي او يوه وړه او لويه ټولنه به پاتې نه شي مګر دا چې عدالت پکښې جاري شي او يو تر بله د خلکو اړيکې به هم عدالت ته په پام سره جاري وي. امام صادق عليه السلام په دې هکله فرمايي: په خداې مې دې  قسم وي چې عدالت به داسې د خلکو کورونو ته ورشي لکه څنګه چې ژمې او منې د خلکو کورونو ته ورځي.[1] کله چې په يو کور کښې عدالت جاري شي چې د ټولنې يو وړه برخه ده د کورنۍ د خلکو اړيکې په عدالت سره شي نو د دې مطلب دا دے چې د امام مهدي عليه السلام نړيوال حکومت به په زور او زياتي سره عدل نه راولي بلکه د قراني تربيت له کبله به په هر اړخ کښې جاري کيږي.[2] د خلکو تربيت به کوي او په داسې ماحول کښې به خلک په خپل انساني ذمه وارۍ عمل کوي او د نورو د حقونو خيال به ساتي سره د دې چې د نورو رتبه ترې لاندې وي. په هغه ټولنې کښې چې د امام مهدي عليه السلام عدالت پکښې موجود وي هيڅ څوک به د قانون مخالفت نه کوي خو هغه کسان چې د اهلبيتوعليه السلام او د قران د تعلماتو څخه لرې لوې شوي دي چې د امام مهدي عليه السلام حاکميت به هغوي سره ښه مقابله کوي او دې ته به يې نه پريږدي چې خپلې جرړې پَخې کړي او حاکميت ته ځان ورسوي. هو! همداسې ټول اړخيز عدالت به د امام مهدي عليه السلام په وخت کښې راځي او په همدې طريقه به ټوله نړۍ له عدله ډکه وي او ظلم زياتې او د يو بل حق خوړل به له کورنۍ نه هم ختم شي. 2- فکري، اخلاقي او ايماني مخپرتګ په وړاندې برخې کښې مو دا ويل چې نړيوال عدل به له دې وجې راځي چې خلک به په صحيح طريقه او د قران او اهلبيتو د تعليماتو په رڼا کښې تربيت شوې وي او زمونږ په روايتونو کښې د خلکو اخلاقي، فکري او معنوي پرمختګ په ښکاره توګه بيان شوے دے. امام باقرعليه السلام وفرمايل: کله چې زمونږ قائم پاڅون وکړي نو خپل د رحم لاس به د خداي د بندګانو په سر راکاږي او د هغې په برکت به يې عقل کمال ته ورسي.[3] ټول ښه او ښکلا د انسان د عقل په کمال پسې راځي ځکه چې عقل د انسان دننۍ پيغمبر دے او کله چې عقل د بدن په هيواد حکومت کوي نو د سړي عمل او سوچ ښه اړخ ته روان وي او د خداي بندګۍ او خوشبختۍ اړخ ته تلل اسانيږي. له امام صادقعليه السلام څخه پوښتنه وشوه چې عقل څه شې دے؟ ويې فرمايل: عقل هغه حقيقت دے چې د هغې په وسيله د خداي عبادت کيږي او د هغې په لارښونې او راهنمايې سره جنت په لاس راځي. په نننۍ ټولنه کښې ګورو بې له امامه او بې له حاکمه ټولنه کښې شهوتونه په عقل غلبه کوي او سرکښ نفس د خلکو او حِزبونو مشري کوي او د دې نتيجه داشي چې د کسانو حقونه هېر کړې شي خو د موعود او زيرے ورکړې شوې ټولنه کښې به د امام مهدي عليه السلام د حکمت د سوري لاندې د انسانانو عقلونه فيصله کوونکي وي او کوم عقل چې کمال ته رسيدلې وي هغه د ښو نه علاوه د بل  څه حکم نه کوي. 3- اتحاد او يووالې د روايتونو په رڼا کښې ، هغه خلک چې د امام مهدي عليه السلام د حکومت لاندې ژوند کوي يو بل سره به يوځاي او خواږه وي او په هغه زمانه کښې به د کينې او دښمنۍ لپاره څه ځاي پاتې نه شي. امام عليعليه السلام فرمايي: وَلَوْ قدْ قامَ قائِمنا... لَذَهبِ الشَحْناء مِنْ قلُوْبِ العِبادِ... کله چې زمونږ قائم پاڅون وکړي د بندګانو له زړه به کينه لاړه شي. په هغه زمانه کښې به د کينې کولو لپاره هيڅ بهانه پاتې نه شي ځکه چې د عدل زمانه به وي. او د چا حق به نه ضايع کيږي. او د سوچ، فکر او عقل زمانه به وي، نه د شهوت پرستۍ.[4] نو دې ته په پام سره به د کينې لپاره هيڅ ځاي نه پاتې کيږي. له همدې وجې هغه زړونه چې تراوسه پورې يو له بله لرې وو په خپلو کښې به يې مينه او محبت پيدا شي او ټول به رورولۍ ته بيرته ستانه شي.[5] او لکه د دوو روڼو به خپلو منځو کښې مهربان وي. امام صادقعليه السلام د امام مهدي عليه السلام د وخت صفت کښې فرمايي: په (هغه ورځو کښې به) خداې پاک په پريشانه زړونو کښې مينه محبت واچوي.[6] که دا ووايو چې کار د خداي په لاس کښې دے نو بيا عجيبه نه ده چې دا مينه او محبت، دې حد ته ورسيږي چې په نن زمانه کښې د هغې تصور ګران دے ځکه چې نن د تضاد او د مادي کشمکش زمانه ده. امام صادق عليه السلام وفرمايل: کله چې زمونږ قائم پاڅون وکړي نو واقعي او حقيقي دوستي به بيان شي هر يو نيازمند او اړمن به لاس وړي او د خپل ايماني ورور له جيبه به د خپلې اړتيا مطابق پيسے اخلي او ورور به هغه نه منعې کوي.[7] 4- جسمي او روحي روغتيا د نن سبا انسانانو د ټولو نه يوه لويه ستونزه لاعلاجه ناروغۍ دي چې له بيله بيلو سببو څخه په لاس راغلي دي لکه د هوا سخاوالې چې د شيميايي، ايټمي او جراثيمي ګيسونو له وجې پيدا شوے دے. همدارنګ د انسانانو يو بل سره نامشروعې او ناجائزې اړيکې او همدارنګ د ځنګلونو ختمول او د اوبو او دريابونو سخاکولچې د بيلا بيلو ناروغيو سبب دے لکه فالج، طاعون، جذام، د زړه او د مازغو بيلا بيلې ناروغې چې نوې طبابت يې هم علاج نلري. له بدني ناروغيو پرته روحاني او ذهني ناروغۍ هم ډېرې دي چې د نړۍ د خلکو ژوند يې تريخ کړے دے. چې دا ټولې د ناروا اړيکو نتيجه ده چې په نړۍ حاکمې شوې دي. د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې چې د عدالت د پراختيا او ښکلا حکومت دے اړيکې به د ورورولۍ پر اساس وي د انسانانو روحي او بدني ناروغۍ به له منځه لاړې شي او روحي او بدني طاقتونه به داسې زيات شي چې عقل به حيرانيږي. امام صادقعليه السلام وفرمايل: کله چې حضرت قائمعليه السلام پاڅون وکړي خداي پاک به ناروغۍ له مومنانو څخه لرې کړي او روغتيا به هغوي ته بيرته راولي.[8] د هغۀ سردار او مشر په حکومت کښې چې علم به ډېر پرمختګ کړے وي يوه ناروغي به هم بې علاجه پاتې نه شي او طبابت به ډېر پرمختګ وکړي او د هغه حضرت د وجود په برکت به ډېرې ناروغۍ ښې شي. امام باقرعليه السلام وفرمايل: هر څوک چې زمونږ د اهلبيتو قائم وويني که ناروغه وي نو روغ به شي او که ناتوانه وي توانا به شي.[9] 5 - ډېر خير او برکت د امام مهدي عليه السلام له حکومته په لاس راغلي څيزونو څخه يو شې ډېر خير او برکت چې وړاندې له دې به نه وي. د هغوي د حکومت په پسرلي کښې چې هر ځاي شين وي او ژوند به بيا موندلې وي آسمانونه به وريږي او ځمکه به دانې ورکوي[10] د هغه حضرت د حکومت د سوري لاندې به دشته پاتې نه شي او ټوله ځمکه به شنه او ژوندې شي. دا لوي بدلون او د هر څه زياتوالې به ځکه وي چې پاکي او تقوا به په هغه زمانه کښې بيا غوټې ونيسي او خلک به په هر يو کار کښې د خداي تربيت لاندې ژوند تېروي او خپلې اړيکې به د خداي ارزښتونو مطابق راولي او خداي پاک دا وعده کړے چې داسې پاک ځاي به د خپلو برکتونو څخه ډک کړي قران کريم په دې هکله فرمايي: وَ لوْ أنّ اهلَ القُری امنوا واتّقوا لَفَتَحْنا علَيهِم بَرکاتٍ مِنَ السّماءِ والارضْ که د ښارونو خلکو ايمان راوړې وې او له خداي ويريدلې وې نو د ځمکې او اسمانونو (د برکت ورونه) برکت به مو په هغوي خلاص کړے وے.[11] 6- د فقر او غريبۍ له منځه تلل کله چې د ځمکې ټولې خزانې او کانونه امام مهدي عليه السلام ته ښکاره شي نو بې دريغه برکتونه  به د هغه زمانې خلکو ته ورکړې شي او د مسلمانانو د بيت المال مالونه به په عدالت سره تقسيميږي. د قفر او خالي لاس لپاره به څه ځاي پاتې نه شي او انسانان به د تل لپاره د فقر او نادارۍ له قبضې وژغوريږي.[12] د هغوي په زمانه کښې اقتصادي اړيکې د ورورولۍ پر اساس تر سره کيږي او ځان د ګټې په ځاي به هر کس د خپل ديني ورور غمخور جوړ شي. په داسې حال کښې به هر يو کس بل ته د يو کور د غړي په سترګه ګوري نو دې ته په پام سره هر يو کس به بل کس له ځانه او خپل ګڼي او هر ځاي به اتفاق او يووالې وي. امام باقرعليه السلام وفرمايل: (امام مهدي عليه السلام) هر کال دوه ځله هغوي ته خيرات ورکوي  او هره مياشت کښې به دوه ځله هغوي ته روزي ورکوي او (په دې کار کښې) په مساوات او برابرۍ سره به خلکو سره عمل کوي تر دې حده چې (خلک به دومره بې نيازه شي) چې يو د زکات نيازمن به نه پيدا کيږي.[13] له روايتونو څخه داسې په لاس راځي چې د خلکو نيازمن نه شونه به له دې وجې وي چې خلک به قناعت او بسنه کوي او روحي بې نيازي به لري. په يو بل بيان سره به دا ووايو چې وړاندې له دې چې خلک له بهره د مالونو څيښتن شي او بې نيازه شي دننه او روحي لحاظ نه به بې نيازه وي او خداي پاک چې ورله څه ورکړي وي په هغې باندې به راضي او خوشحاله وي او د نورو مالونو ته به يې سترګې نه وي نيولې. پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم د امام مهدي عليه السلام د وخت په صفت کښې فرمايي: ....خداي پاک به د بې نيازۍ روح په خلکو کښې واچوي[14] دا په داسې حال کښې دي چې له دې وړاندې په خلکو کښې به يو بل سره د مقابلې سبب همداي زياته غوښتنه، يو بل باندې نه خرچول او نيازمندانو ته نه ورکول وي. لنډه دا چې د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې به بې نيازي له دننه او بهر وي د يو اړخه به مالونه په عدالت سره تفسيميږي او د بل اړخه به قناعت او بسنه د خلکو اخلاقي بيلګه جوړه شي. پيغمبر اکرمصلی الله عليه و آله وسلم وروسته له دې چې د امام مهدي عليه السلام د بخښنې په هکله يې خبرې کړي دي فرمايلي يې دي: خداي پاک به د محمد صلی الله عليه و آله وسلم د امت زړونه له بې نيازۍ ډک کړي او مهدوي عدالت هغوي راګېر کړي په دې طريقه چې (حضرت مهدي) حکم ورکړي چې  اعلان کوونکې دې اعلان وکړي چې څوک د مال نيازمن شته؟ نو د خلکو تر مينځ به يوازې يو تن پاڅي نو امام به هغه ته وفرمايي: خزانه دار ته لاړ شه او ورته ووايه چې امام مهدي عليه السلام تا ته حکم درکوي چې تا ته دې مال درکړي نو خزانه دار به هغه ته وايي خپل جامې دې راوړه تر دې چې د جامو مينځ يې ډک کړي او چې کله هغه په شا کړي نو پښيمانه به شي او وبه وايي: چې د محمد صلی الله عليه و آله وسلم په امت کښې زه ولې د ټولو نه زيات حريص شم نو مال به واپس کړي خو د هغه نه به نۀ قبليږي او هغه ته به وويل شي چې مونږ چې څه ورکړو هغه بيرته نه اخلو.[15] 7 - د اسلام حاکميت او کفر نابودي قران کريم په درې ځايو کښې وعده ورکړې ده چې خداي پاک به خپل پاک دين اسلام نړيوال دين وګرځوي: هُوالذی اَرسَلَ رَسوْلهُ بالهدی وَدينِ الحق لِيُظْهِرَهُ علی الدينِ کُلهِ....[16] او هغه خداې پاک چې خپل پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم يې هدايت او حق دين سره راوليږه چې  هغه دين په ټولو دينونو بريالې کړي. او دې کښې څه شک نشته چې د خداي وعده شوونکې ده او مخالفت ترې نه کيږي لکه څرنګه چې قران کريم فرمايي: إنّ اللهَ لا يُخْلِفُ المِيْعادْ [17] خو روښانه ده چې سره د دې چې پيغمبرانو او اولياؤ ډېر جهادونه کړي دي بيا هم داسې مبارک کار نه دے شوے[18] او ټول مسلمانان هيله لري چې داسې وخت به راشي او دا هيله حقيقي هيله ده چې د معصومينوعليه السلام په بياناتو کښې راغلې ده. دې ته په پام سره د خداي د هغۀ ولي په حاکميت کښې به د اشهدُ انْ لااله إلا الله بانګ چې د توحيد جنډا ده او د اشهدُ أنّ مُحمدُ الرّسول الله غږ چې د اسلام جنډا ده په هر ځاي کښې به خپور شي او د کفر او شرک به هيڅ اثر پاتې نه شي. امام باقرعليه السلام د دې آيت په تفسير کښې، چې وايي: وَقاتِلواهمْ حتی لاتَکونَ فتنهً وَيکونُ الدينُ کله لله [19]... کښې فرمايي: د دې آيت تاويل لا تر اوسه نه دے راغلے او هر کله چې زمونږ قائم پاڅون وکړي هغه کس چې د هغه دوران کښې موجود وي د دې آيت تاويل به وګوري او په ريښتيا چې (په  هغه زمانه کښې) به د محمد صلی الله عليه و آله وسلم دين هر هغه ځاي ته ورسي چرته چې شپه رسيږي(يعنې په ټوله نړۍ کښې به خپور شي) په داسې طريقه چې د ځمکې په مخ به د شرک هيڅ اثر پاتې نه شي لکه څرنګه چې خداي پاک د هغې وعده ورکړې ده [20] البته ټولې نړۍ ته د اسلام خپريدل د اسلام د حقانيت په وجه دي او دا چې دا يو واقعي دين دے نو ځکه به دامام مهديعليه السلام په زمانه کښې لازيات ښکاره او روښانه شي. او ټول خلک به ځانته راوبولي خو هغه خلک چې د دښنۍ او سرکشۍ له وجې طغيان وکړي چې  دا خلک به د امام مهدي د انتقام تورې سره مخامخ شي. په دې برخې کښې اخرنۍ خبره دا ده چې  د عقيدې وحدت چې د امام مهدي عليه السلام د حکومت له وجې به په لاس راغلې وي دا به د يوې نړيوالې ټولنې جوړولو لپاره يوه ښه سريزه وي او نړۍ د همدې عقيدتي اتحاد له کبله يو قانون او توخيدي نظام منلو ته تياروي او هغه به قبلوي او بيا د هغې د سيوري لاندې به خپلې فردي او ټولنزې اړيکې د يوې عقيدے پر اساس جوړوي او د دې بيان پر اساس د عقيدې وحدت او د يوے جنډے لاندې راغونډيدل او يو دين قبلول يو ضروري اړتيا ده چې د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې به حاصله شي. 8 - عمومي امنيت د امام مهدي عليه السلام حاکميت چې داسې دوران دے چې ټول ښه والي به د ژوند په هر يو ډګر کښې به هغه امنيت چې د دنيا له لويو نعمتونو او د انسانانو د لويو اميدونو څخه دے جاري شي. کله چې خلک د يوے عقيدے پيروي وکړي او په خپلو ټولنيزو اړيکو  کښې د اخلاقو پابند وي او عدالت يې د ژوند په هر يو ډګر کښې جاري شي نو بې امنيتۍ او وېرے لپاره به هيڅ بهانه پاتې نه شي. په هغه ټولنه کښې چې هر څوک خپل خداي او انساني حق ته رسيږي او تجاوز او زياتي سره به مقابله کيږي سره د دې چې دا زياتې به د حاکمانو په يوه ډېره لګه برخه کښې  وي. امام علی عليه السلام وفرمايل: زمونږ په لاس به (زمونږ په حکومت کښې) د سختۍ ورځې تېرې شي... او کله چې زمونږ قائم پاڅون وکړي نو کينې به له زړونو ورکې شي او ځناور به هم يو بل سره وسيږي (په هغه وخت کښې به داسې امنيت شي) چې يوه ښځه به خپلو کالو او زرو سره له عراقه تر شامه ځي او هيڅ شې به هغه نه ويروي.[21] زمونږ په دوران کښې! چې د بې عدالتۍ او کينو وخت دے د داسې وخت تصور ډېر ګران دے خو لکه څنګه چې وويل شول که د دې ټولو بديانو شاته وګورو او دا سوچ وکړو چې د څه له وجې چې دا بديانې پيدا شوې دي هغه هر څه به د حقو په حاکميت  کښې ختم کړې شي نو پدې به پوه شو چې د خداي هغه وعده واقع شوونکې ده چې د امن و امان په هکله يې کړې ده. خداي پاک په قران مجيد کښې وفرمايل: خداي پاک په تاسو کښې ځينې کسانو ته چې ايمان يې راوړې .... وعده او ژمنه ورکړې چې په ريښتيا هغوي به د ځمکې په مخ خپل خليفه ګان او ځي ناستي جوړ کړي... او وروسته له دې چې په ويره او پريشانۍ کښې وو هغوي ته به امن او ارامښت ورکړي[22] امام صادقعليه السلام د دې آيت په معنې کښې وفرمايل: دا آيت قائم امام(عج) او د هغه د دوستانو په هکله نازل شوے دے.[23] 9 - د علم خپريدل د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې انساني علمونو کښې به ډېر رازونه څرګند شي. او انساني علم په ډېره پراختيا پيدا کړي. امام صادقعليه السلام فرمايي: علم او پوهه اوۀ ويشت حرفونه ده او ټول هغه علم چې پيغبرانو راوړے دے يوازې دوه حرفونه دي او خلق تر اوسه پورې له دوو حرفونو زياته پوهه نلري او کله چې زمونږ قائم پاڅون وکړي پينځۀ ويشت نور حرفونه به راوباسي خلکو کښې به يې خپاره کړي. او هغه دوه حرفونه به هغې سره يو ځاي کړي او ټول اوه ويشت حرفونه به خپاره کړي.[24] نو دا څرګنده خبره ده چې علم او فکري پراختيا به انسانانو ته په هر ډګر کښې ترلاسه شي. به بيلابيلو روايتونو کښې داسې اشارې راغلي دي چې د دې څرګنده ونه  کوي چې د هغه زمانې صنعت او جوړشوي څيزونه به د نن زمانې صنعت په مقابله کښې داسې وي لکه د نن زمانې صنعت چې د سلګونو کالو وړاندې صنعت په مقابله کښې دے.[25] دلته ځينې روايتونو ته اشاره کوو: امام صادق عليه السلام د امام مهدي عليه السلام په زمانه کښې د خلکو د اړيکو په هکله فرمايي: د قائم په زمانه کښې به د ختيځ مؤمنان د لويديځ مؤمنان ويني.[26] او هم دا رنګ فرمايي: کله چې زمونږ قائم پاڅون وکړي خداي پاک به زمونږ د شيعه د اوريدو او ليدو توان زيات کړي. په داسې طريقه چې هغه حضرت به د يو بريد(څلور فرسنګه) لرې خپلو شيعه ګانو سره خبرې کوي او هغي به د هغه خبرې اوري او هغه به ويني په داسې حال کښې چې هغوي به په خپل ځاي ولاړ وي.[27] د امام مهدي د خپل خلکو نه د خبريدو په هکله چې هغه د حکومت مشر دے او فيصلې به کوي په روايتونو کښې فرمايي: که څوک په خپل کور کښې خبره وکړي نو له دې به ويريږي چې هسې نه چې د کور ديوالونه يې هغوي ته خبر ورکړي [28] دې ته په پام چې دا اړيکو لپاره نن سبا ډېر نوي څيزونه جوړ شوي دي د دې روايتونو نه مطلب اخستل اسان دي خو دا روښانه نه ده چې ايا همدا وسائل به په نوي طريقه پکار راځي که نه يو نوې سيسټم چې له دې هم ګران وي به د دې وسائلو ځاي نيسي. ياداښتونه [1] . بحار الانوار 52 ټوک، 362 مخ. [2] . قران کريم فرمايي: إنّ الله يأمُرُ بالعدل والاحسانْ. يعنې په رښتيا چې خداي پاک د عدالت او احسان حکم ورکو ي. د نحل سورت 90 آيت. [3] . بحار الانوار 52 ټوک، 71 حديث، 336 مخ. [4] .په تېر شوي دوو برخو کښې په تفصيل په هغه زمانه  کښې سره د امام مهدي(عج) د عدالت او د خلکو د عقلي کمال په هکله خبرې وشوے. [5] . دې آيت ته اشاره ده إنّما المؤمنونَ إخوةٌ  په تحقيق سره چې مؤمنان په خپلو کښې وروڼه دي.(د حجرات سورت لسم آيت. [6] . کمال الدين 2 ټوک، 55 باب، 7 حديث، 548 مخ. [7] . بحار الانوار 52 ټوک، 164 حديث، 372 مخ. [8] . هماغه، 138 حديث، 364 مخ. [9] . هماغه، 68 حديث 335 مخ. [10] . غيبت طوسي 149 حديث 188 مخ. [11] . د اعراف سورة 96 آيت. [12] . رجوع وکړئ: منتخب الاثر، 7 څپرکې، 3 او 4 باب، 589- 993 مخونه. [13] . بحارالانوار، 52 ټوک، 212 حديث، 390 مخ [14] . هماغه، 51 ټوک 84 مخ. [15] . هماغه، 92 مخ. [16] . د توبې سورت 33 آيت، د فتح سورت 28 آيت، د صف سورت 9 آيت. [17] . په ريښتيا چې خداي پاک د خپلې ژمنې مخالفت نه کوي. [18] . دا خبره يو دعوا نه ده بلکې يو تاريخي حقيقت دے او شيعه ؤ او سنيانو لويو مفسرانو د دې په هکله خبرې کړې دي لکه فخر رازي په تفسير کبير کښې 16 ټوک 40 مخ او قرطبي په تفسير قرطبي کښې 8 ټوک 121 مخ، او طبرسي په مجم البيان کښې 5 ټوک، 35 مخ. [19] . او هغه مشرکانو سره وجنګيږئ تر دې چې په ځمکه کښې فتنه او فساد پاتې نه شي او د ټولو دين د خداي دين شي، د انفال سورت 39 آيت. [20] . انفال، 39 آيت. [21] . خصال، 2 ټوک، 418 مخ. [22] . د نور سورت 55 آيت. [23] . غيبت نعماني 35 حديث، 240 مخ [24] . بحار الانوار 52 ټوک، 326 مخ. [25] . البته دا هم کيدې شي چې په روايتونو کښې معجزے ته اشاره شوے وي. [26] . بحار الانوار 52 ټوک، 39 مخ. [27] . هماغه  336 مخ. [28] . هماغه390 مخ.