Drawer trigger

د مهدويت افتونه پيژندل

د مهدويت افتونه پيژندل هر يو کلتور او ټولنې له پاره ممکنه ده چې ورباندې څه افتونه راشي. چې هغه افتونه د دې فرهنګ د پراخوالي له پاره مانع او خنډ دي. او کله کله ديني فرهنګ هم په دې افتونو کې اخته کيږي چې د هغه فرهنګ د پرمختګ حرکت سستوي او د ((ديني افتونو پيژندل)) بحث هم د دې افتونو او دې افتونو سره د مقابلې کولو د طريقې د پيژندلو ذمه وار دے ښه ده چې اخيري فصل کې د هغه څه په حقله بحث وشي څه چې د مهدوي خالص فرهنګ د افتونو په باب کې مطرح کيږي چې هم د مهدويت کلتور او فرهنګ افتونه وپيژنو او ورسره د مقابلې کولو په هکله فکر وکړو. د مهدويت فرهنګ او کلتور آفتونه داسې څيزونه دي چې له دغو افتونو نه غفلت د حضرت امام مهدي عليه السلام د شتون او وجود په هکله د خلقو عقيده سسته وي بيا په خصوصي توګه د ځوانانو عقيده، او کله کله داسې هم کيدې شي چې دا سبب جوړ شي چې د غلطو او ناسمو خلقو يا فرقو سره د خلقو مينه پيدا شي او د هغوي د پيروۍ سبب شي. پس هم له دې امله د دې افتونو پيژندل د هغه امام عليه السلام منتظران له هر ډول اعتقادي او عملي کږو لارو نه امان کې ساتې. مونږ په دې ځاې کې د مهدويت فرهنګ مهم افتونه له يو بل نه جلا موضوعګانو سره ستاسو خدمت کې وړاندې کوو.  غلط او ناسم مفهوم اخستل د مهدويت افتونو نه يو افت دا دے چې د دې فرهنګ غلط تفسير او غلط مفهوم ترې اخستې شي له روايتونو نه غلط او نيمګړې مطلب اخستل د عامو خلقو په ذهنونو کې شک او شبهه اچوي چې د دې يو څو نمونې لاندې تاسو ته وړاندې کوو. 1 – د انتظار مفهوم نه علط مطلب اخستل سببب شوې دي چې ځينې خلق دا ګومان وکړي چې نړۍ، له فسادونو اصلاح کول دحضرت امام مهدي عليه السلام کار دے او اصلاح يې د دوي په غاړه ده. نو ځکه مونږ د تباهۍ او ناسمو پيښو په مخکې هيڅ ډول ذمه واري نه لرو بلکې ممکنه ده داسې وويل شي چې دحضرت امام مهدي عليه السلام د ظهور نزدې کيدو له پاره په معاشرې کې د بدو کارونو پراخوالي له پاره هڅه او کوښښ وکړو!! دا غلط فکر، د قران مجيد او اهل بيت عليهم السلام د تعليماتو په خلاف دے. ځکه چې هغه امر باالمعروف او نهې عن المنکر د هر يو مسلمان يوه ضروري فريضه ګڼي. د ايران د جمهوريت ستر مشر حضرت امام خميني رحمة الله عليه د دې نظريي د ردولو په هکله داسې فرمايي: که زمونږه دا وس او طاقت وې چې له دنيا ټول ظلمونه او فسادونه ختم کړو. نو پکار وه چې مونږ دې له پاره ملا تړلي وې ځکه چې دغه زمونږ شرعې او ديني فريضه ده خو مونږ دا قدرت او طاقت نه لرو. او حقيقت هم همدغه دے چېحضرت امام مهدي عليه السلام به دغه دنيا له عدله ډکه وي دا نا چې مونږ له خپلې فريضې لاس واخلو او نه دا چې پس مونږ بالکل څه ذمه واري نه لرو. [1] دوي همدا شان د دې په حقله بياناتو کې زياته کړې ده او فرمايي: ايا مونږ د قران مجيد د ايتونو د تعليماتو په خلاف له نهي عن المنکر لاس اوچت کړو او له امر با المعروف لاس اوچت کړو. او ګناهانې پراخه کړو تر دې چېحضرت امام مهدي عليه السلام راشي؟!! [2] د يادونې وړ ده چې مونږ د (انتظار) په هکله د بحث په شورو کې د انتظار صحيح او سمې معنې په هکله خبرې کړي دي. 2. ځينې خلقو له ځينې حديثونو نه داسې مطلب او معنا اخستې ده چې د حضرت امام مهدي عليه السلام پاڅون نه مخکې هر يو پاڅون اوقيام مردود او غلط دے پس د ايران دا اسلامي انقلاب او قيام (چې د استکبار په خلاف او د الهې احکامو اجرا کولو له پاره  ؤ)، يې غلط او ناسم او مردود ګڼلې دے. په ځواب کې بايد داسې ووايو چې د زياترو اسلامي احکامو اجرا لکه حدود، ديات قصاص او د اسلام دښمنانو سره جهاد او فساد سره هر اړخيزه مبارزه بي له اسلامي حکومت جوړولو ممکنه نه ده. پس هم له دې امله د اسلامي نظام راتلو له پاره هڅه او کوښښ کول يوښه او د قبلولو وړ کار ده. او که کومو حديثونو کې له قيام نهې او منع شوې ده نو هغه پاڅون او قيام ترې مراد دے چې باطل او غير الهي قيامونه دي يا هغه قيام ترې مراد دے چې حالاتو او لازمي زمينو ته په پام سره نه وي. يا هغه قيامونه غلط او ناسمه دي چې د حضرت امام مهدي عليه السلام په نوم شورو شوي وي. دا نه چې هر هغه يو انقلاب او قيام چې د معاشرې  د اصلاح په لارې کې وي. ناسم او غلط يې وګڼو. [3] د مهدويت فرهنګ نه يو بل غلط مفهوم او مطلب اخستې شي هغه دا چې حضرت امام مهدي عليه السلام يو سخت او وژونکي انسان دے. او خپله توره به زمونږ وينو سره رنګينه کړي حال دا چې د ځينې خلقو د دې تصور (چې دا سوچ او فکر کوي چې حضرت امام مهدي عليه السلام به د عدالت تورې سره د وينې دريابونه جاري کړي او ډير خلق به په خپلې تورې سره وژني) په خلاف حضرت امام مهدي عليه السلام د خداې پاک د مهربانۍ او رحمت مظهر دے. د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په شان به ابتدا کې ټول خلق به خپل روښانه بيان و څرګند دليلونو سره اسلام او قران طرف ته رابلي او ډير خلق به د هغه بلنه ومني او خلق به ورسره په لښکر کې ګډون وکړي. پس هم له دې امله حضرت امام مهدي عليه السلام به يواځي هغو مخالفانو سره، (چې په اګاهۍ سره له حقو مخ اړوي او بې له زوره بل طاقت نه پيژني) به د تورې ژبه استعمالوي. له وخته مخکې ظهور غوښتل د مهدويت فرهنګ يو بل افت له وخته مخکې د ظهور غوښتل دي د استعجال معنا دا ده چې بيړه او تلوار کول او د يو څيز د خپل وخت رسيدو نه مخکې غوښتل بنيادم تلوار کوونکې د خپل کمزور زړه له خاطره د خپل نفس ارامتيا له لاسه ورکوي او بې له مصلحته او حالاتو ته پاملرنې نه سربيره د ځينو پيښو محقق شول غواړي د مهدويت خالص فرهنګ او کلتور کې او د غايب امام د انتظار مسئلې کې منتظر انسان دا غواړي چې ظهور زر تر زره وشي او د زړه له ويخه د ظهور غوښتوونکي دي او د حضرت امام مهدي عليه السلام د ظهور له پاره د تعجيل او تلوار دعا کوي.. خو داسې تلوار نه کوي بلکې چې غيبت څومره هم اوږد شي او انتظار هم اوږد شي خو دا منتظر انسان بيا هم صبر کوي او صبر له لاسه نه ورکوي که څه هم د ظهور ډير شوقين وي خو د خداې پاک د مصلحت په مخې د الله ارادې ته يې غاړه ايښي وي او کوښښ کوي چې د ظهور لارې هوارې کړي او په خپله صبر کوي. عبدالرحمن بن کثير وايي چې د حضرت امام صادق عليه السلام په حضور کې ناست وم چې مهرم نومې سړې راننوتل او عرض يې وکړ: له تا قربان شم ماته دا ووايه هغه څيز چې په انتظار کې يې يو (يعني ظهور) کله به کيږي؟ اے مهرم چا چې د ظهور وخت وټاکل هغه دروغجن دي او چا چې بيړه او تلوار وکړه هغه ګمراه شول او کوم خلق چې تسليم شول او صبر يې وکړ هغه بريالي او نجات موندوونکي دي. [4] د ظهور په هکله ځکه له بيړې او تلوار نهې او منع شوې ده چې دغه څيز د منتظر انسان په زړه کې نا اميدي او مايوسي پيدا کوي د زړه ارامتيا او صبر له انسان څخه اخلي او د هغه د تسليم حالت د ګله مندۍ او اعتراض کولو حالت کې بدليږي. او په ظهور کې تاخير هغه بې قرار او نا ارامه کوي او دغه بيماري بيا نورو خلقو ته منتقلوي. او کله کله بيا په داسې حالت کې وغورځيږي چې د حضرت امام مهدي عليه السلام د وجود او شتون نه انکار وکړي. د بيان وړ خبره ده. چې د ظهور په حقله تلوار ريښه دا ده چې انسان ته دا معلومه نۀ وي. چې ظهور د الله تعالی سنتو څخه يو سنت دے او لکه د نورو سنتو په شان بايد شرطونه او زمينه يې هواره شي. پس هم له دې امله تلوار کوي او دا غواړي چې د حضرت امام مهدي عليه السلام ظهور زر تر زره شي. د ظهور وخت ټاکل د مهدويت فرهنګ يو افت دا هم ده چې ځينې خلق د ظهور وخت ټاکلو پسې دي. حال دا چې د ظهور وخت خلقو باندې پټ او مخفي دے. او زمونږ د ديني پيشوايانو د ظهور د وخت ټاکلو نه نهي او منع کړې ده. او دا يې ويلي دي. چې کوم خلق د ظهور وخت مقرر او وټاکي هغه دروغجن خلق دي. له حضرت امام باقر عليه السلام نه پوښتنه وشوه. چې آيا ظهور له پاره وخت معين او ټاکلې شوې دے؟ نو امام عليه السلام ورته وفرمايل: هغه کسان چې ظهور له پاره وخت ټاکي هغه دروغجن دي او دا خبره يې درې ځلې تکرار کړه. په دې حال کې هم ځينې په آګاهۍ سره او ځينې په ناخبرۍ سره ظهور له پاره وخت ټاکي چې د هغې ډير لږ اثر د نا اميدۍ او مايوسۍ احساس کول دي د هغو کسانو له پاره چې په دغو دروغجنو وعدو او ژمنو يې باور کړې دے او د هغې په خلاف يې ليدلي دي. پس په هم دې وجې حقيقي منتـظرانو له پکار دي چې خپل ځان د جاهلو خلقو چالونو نه وساتي. او د ظهور د وخت په باره کې يواځې د خداې پاک د ارادې انتظار وکړي. د ظهور نخښې په خاص پيښو تطبيقول په زياترو روايتونو کې د حضرت امام مهدي عليه السلام ظهور له پاره نخښې نخښانې بيان شوي دي. خو د هغه څه رنګوالي جزئيات او ځانګړتياوې روښانه نه دي. او دغه نه بيانول د مختلفو تشريحو او وضاحتونه له پاره يوه بهانه ده. او ځينې خلق د دې نخښو نخښانو په ځينې پيښو باندې تطبيقولو له پاره لګيا کيږي. او هم له دې مخې د ظهور د نزديکت خبرې کوي. پس دغه څيز هم د مهدويت د فرهنګ له افتونو نه يو افت دے چې کله کله دغه افت بنيادم له ظهوره نا اميده کوي. لکه د مثال په توګه د سفيانې نوم د يو خاص سړي په څيز بيان شي چې په فلانکي ځاې کې يې پاڅون کړې دے. او هم داسې د دجال په حقله هم ناسمه او بې دليله مطلب بيان شي او بيا روسته له دې د ظهور زيرې په نزدې وخت کې ټولو ته ورکړې شي او د څو کالو روسته پورې هم حضرت امام مهدي عليه السلام ظهور ؤ نه کړي نو ځينې خلق په ګمراهۍ او بې لارۍ کې اخته کيږي. او په خپلو سمو عقيدو کې په شک او شبهې کې غورځيږي. غير ضروري بحثونو بيانول د مهدويت فرهنګ کې ډير تعليمات داسې دي چې د هغو بيانول يو ضرورت لري او د شيعه ؤ په آګاهۍ کې ډيره اغيزه لري. خو کله ځينې خلق يا ټولي د ويناوو يا مقالو يا مطبوعاتو يا کانفرنسونو په شکل کې داسې بحثونه رامينځ ته کړي. چې د هغو د بيانولو څه خاص ضرورت نه وي. بلکې کله داسې هم وي چې دغه بحثونه د عام منتظرانو په ذهنونو کې نورې شبهې او انحرافي پوښتنې را پيدا کړي. د نمونې په توګه (( امام زمان سره ملاقات)) بحث د خلقو په زړونو کې د نا اميدۍ سبب جوړيږي. او کله کله د امام د وجود(شتون) نه د انکار سبب وګرځي. حال دا چې هغه بحثونه چې څه باندې په روايتو کې ډير تينګار شوې دے هغه دا چې مونږ هم په خپله وينا کې او هم په عمل کې د امام زمان عليه السلام رضايت حاصل کړو. پس هم له دې امله هغه څه چې مهم دي د غيبت په وخت کې د منتظرانو ذمه واريانې بيانول دي. او کله چې مونږ د غيبت په وخت په خپلو ذمه واريانو عمل وکړو. نو د ظهور په وخت به مونږ ته د حضرت امام مهدي عليه السلام رضايت حاصل شي. د امام زمان عليه السلام د واده په هکله بحث يا دا چې د هغه بزرګوار څو زامن دي يا دا چې حضرت امام مهدي عليه السلام کوم ځاې کې وسيږي. او هم دا شان نورې ډيرې نمونې شته چې د هغو د بيانولوهيڅ ضرورت نشته. او دا خبره بې ځايه نه ده. چې پکار دي چې د دې بحثونو په ځاې داسې بحثونه بيان شي چې د منتظرانو په ژوند کې څه نه څه پکار راځې. په هم دې وجهې د ظهور د زمينو او شرطونوله پاره لارې هوارولو بحث پکار دے چې له ظهور علامو او نخښانو نه مخکې بيان شې. ځکه چې د ظهور شرطونو پيژندلو سره د امام عليه السلام مشتاقانو کې يو حرکت پيدا کوي چې هڅه او کوښښ وکړي او د امام ظهور له پاره شرطونه پورا کړي. د ا خبره هم د پام وړ ده. چې د مهدويت د بحث مطرح کولو کې بشپړ توب لازمه ده. د بشپړ توب نه مطلب دا دے چې د مهدويت فرهنګ نه د يو موضوع په حقله بحث کولو نه مخکې په کار دي چې د مهدويت فرهنګ ټول تعليمات ولوستل شي ځکه چې کله ځينې خلق له ځينې حديثونو يو مطلب اخلي اويو لړ نور حديثونو ته چې هم د دې موضوع په هکله وي پام نه کوي. د دې نتيجه دا کيږي چې د مهدويت فرهنګ غلط وضاحت او تشريح ؤشي. د مثال په توګه هغه روايتونه چې مونږ ته ښايي چې حضرت امام مهدي عليه السلام د يو اوږد جنګ په حقله خبر راکوي. که يواځې دې حديثونو ته پام وکړو نو مونږ ته داسې ښکاري چې حضرت امام مهدي عليه السلام يو جنګجو او سخت انسان دے. او کله چې هغه حديثونه چې حضرت امام مهدي عليه السلام د مهربانۍ او مينې په باب کې راغلي دي ته پام وکړو او د هغه اخلاق چې د خپل ګران نيکۀ رسول الله صلی الله عليه و اله وسلم اخلاق په شان يې دي نو مونږ ته دا خبره څرګنده شي چې هغه يو مهربان کس دے. او دا خبره هم څرګنده ده چې کله مونږ هر دواړه ډولو حديثونو ته نظر وکړو نو مونږ ته دا حقيقت روښانه کيږي چې حضرت امام مهدي عليه السلام ټولو خلقو سره بيا په خصوصي توګه شيعه ؤ سره او خپلو پيروکارانو سره څه رنګه سلوک کوي هغه دوي سره ډير زيات مهربانۍ او مينې سره خلقو سره پيښيږي. او د هغه لوې امام توره يواځې ظاليمانو او د ظاليمانو منوونکو له پاره ده. پس د مهدويت موضوع په هکله خبرې کول يو علمي رتبه غواړي. او هغه کسان چې دغه رتبه نۀ لري نو هغوي ته پکار نه دي چې له دې بحث وکړي. او که هغوي دې بحث ته داخل شول نو د مهدوي فرهنګ باندې به داسې افتونه راولي چې د هغو افتونو ختمول بيا اسان کار نه دے. دروغجن مدعيان د مهدوي فرهنګ يو بل افت دا دے چې له کومه وخته حضرت امام مهدي عليه السلام زمونږ له سترګو نه غايب شوې دے له هغه وخته ډيرو کسانو د امام مهدي په نوم په دروغه دعوا کړي ده. چې زه د حضرت امام مهدي عليه السلام نايب يا دا چې زه په خپله حضرت امام مهدي عليه السلام يم حال دا چې حضرت امام مهدي عليه السلام په خپل اخيري توقيع او ليک کې خپل څلورم نايب خاص ته داسې فرمايلي دي: تۀ به شپږو ورځو پس له دې دنيا کوچ کوې او خپل کارونه سم او برابر کړه او د خپل ځاې ناستي په هکله هيڅ وصيت ؤ نه کړې. ځکه چې د اوږد غيبت وخت رسيدلې دے او په راتلوونکي وخت کې به ځينې خلق دا دعوا کوي چې ما سره رابطه او اړيکه لري خو پوهـ شه چې څوک هم د سفيانې خروج او اسماني اواز نه مخکي د ملاقات يا د ليدلو دعوا کوي هغه دورغجن دے ـ [5] پس په دې روښانه بيان سره هر هغه يو تعليم يافته شيعه دا ذمه واري لري ـ چې کوم کسان د امام مهدي عليه السلام سره رابطې يا د خاص نايب دعوا کوي هغه دې دروغجن وبولي. او د دې دنيا غوښتوونکي د چالونو لارې بند کړي ـ دغو ځينې دروغجنو خلقو له دې هم مخکې قدم ايښې دے. هغه دا چې د نايب خاص دعوې نه روسته، د امام مهدي  عليه السلام دعوا يې هم کړې ده ـ او يوه فرقه ترې وجود کې راغلي ده او ډير خلق يې ګمراه کړي دي او کوي يې ـ 6 چې که مونږ د دوي د تاريخچې په هکله څيړنه وکړو نو مونږ ته دا معلوميږي.چې دغه فرقې د استعمارو او غير ملکي طاقتونو په ملاتړ سره په وجود کې راغلي دي. او دا خبره هم څرګنده ده چې په دغو ګمراهو فرقو او د مهدويت دروغ دعوا کوونکو يا د حضرت امام مهدي نايب شونې دعوا کوونکو باندې باور کولو سبب د خلقو ناپوهي او جهالت دے. پس شيعه ؤ له پکار دي بلکې هر هغه کس ته پکار دي. چې د مهدويت د فرهنګ او کلتور ښه مطالعه وکړي او له دښمنانو او ګټه اخستونکو ځان ؤساتي. او د لويو پرهيزګارو عالمانو پيروي وکړي. چې په روښانه او سمې لارې روان شي. ياداښت (1 ). صحيفه نور ټوک 20، مخ 196 (2 ). صحيفه نور ټوک 20، مخ 196 (3 ). د دې په حقله نور معلومات حاصلولو له پاره د ابراهيم اميني کتاب (داد ګستر جهان) مخ 254 نه تر 300 ته رجوع وکړئ (4 ). اصول کافي ټوک 2 مخ 191 (5 ). کمال الدين، ټوک 2، باب 45، حديث 45، مخ 294 (6). د دې منحرفو فرقو نه يو ه فرقه بابيت ده چې د هغوي مشر ((علی محمد باب)) دے چې ړومبۍيې دحضرت امام مهدي عليه السلام  د نيابت او ځاې ناستي دعوا وکړه او بيا يې دا دعوا وکړه چې زه په خپلهحضرت امام مهدي يم او تر دې چې د پيغمبرۍ دعوا يې هم وکړه او د بهايئت له هم دوي په وجود کې راغلي ده.