د حضرت امام مهدی عليه السلام د حکومت ځانګرتياوې

د  حضرت امام مهدی عليه السلام د حکومت ځانګرتياوې په مخکيښنيو برخو کې مو د  حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت هدفونه پروګرامونه او لاسته راړنو په حقله خبرې اترې وکړې په دې اخيري فصل کې د  حضرت امام مهدي عليه السلام ځينې نورې ځانګرتياوې غواړو چې تاسو ته روښانه کړولکه د  حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت حدود او د هغۀ د حکومت مرکز ، د حکومت موده، د حکومت چلوونکو کسانو طريقه، د هغو پيژنګلو او ورسره د حکومت ستر لارښود او مشر سيرت وغېره. د حکومت حدود او  د هغۀ مرکز په دې کې هيڅ شک نيشته چې د  حضرت امام مهدي عليه السلام حکومت يو نړيوال حکومت دے. ځکه چې ټولو انسانانو ته خداے پاک د داسې حکومت وعده ورکړې ده. او هماغه حکومت دے چې د ټولو انسانانو د ارمانونو پوره کوونکې دے. پس هم له دې امله هر هغه ښۀ څيزونه او ښکلاوې چې د  حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت د سيورې لاندې راځی په يو ځاے پورې به خاصې نه وی بلکې په ټولې زمکې به پراخيږي او د هغۀ  حکومت به په ټوله زمکه باندې وي. او دا يو داسې حقيقت دے چې ډير زياتره حديثونه په دې مطلب ګواه دي چې په هغو کې ځينو حديثونو ته اشاره کوو. (الف) داسې ډېر زيات حديثونه له  مونږ سره موجود دی چې په دې مطلب دلالت کوي چې   حضرت امام مهدي عليه السلام به زمکه له عدل او انصافه ډکوي لکه څه رنګ چې هغه له ظلمه ډکه شوې وی [1] په حديث کې د زمکې (الارض) په ټکی کې د ټولې دنيا زمکه  شاميليږي او مونږ هيڅ دليل نۀ لرو چې د زمکې يوه برخه ترې مراد واخلو. (ب) هغه حديثونه چې په هغو کې ويل شوی دی چې  حضرت امام مهدي عليه السلام به د دنيا په مختلفو سيمو باندې حکومت کوی د هغو سيمو پراخوالے او له يو بل نه جدا والے هم او د هغو سيمو اهميت هم دا څرګندوی چې   حضرت امام مهدی عليه السلام به په ټوله نړۍ حکومت کوی. او که چېرې په حديثونو کې د ځينو ځايونو نومونه راغلی دي نو هغه د نمونې او بيلګې په توګه دي او په تېره بيا په خصوصي توګه دې لپاره دي چې په هغه زمانه چې کې کومو خلقو ژوند کوۀ. د هغو خلقو د پوهې او عقل په مطابق دا  نومونه اخستې شوی دی چې هغوی پرې ښۀ پوه شی. لکه په بيلا بيلو حديثونو کې د روم، چين، ديلم يا د ديلم د غرونو، ترک، سند، هند، قسطنطيه، کابل شاه او خزر نومونه ذکر شوي دي. چې  حضرت امام مهدي عليه السلام به دغه سيمې تر خپل تسلط لاندې   راولی او حکومت به پرې کوی. او فتح کوی به يې.[2] دا خبره هم د ذکر وړ ده. چې دغه ټولې سيمې چې مخکې يې يادونه وشوه د امامانو عليهم السلام په زمانه کې د ډېرو لويو او سترو سيمو نومونه وو چې اوس ترې هغه مراد نۀ شی اخستې. بلکې د هغې زمانې په نسبت اوس ډيرې ورکوټې شوې دي او ډيرې نورې سيمې ورسره ور زياتې شوې دي. د بيلګې په توګه لکه د روم نوم هغه وخت ټول يورپ او بر اعظم امريکا ته ويل شو خو اوس ترې يواځې يو ښار مراد دے. او د چين په نوم کې هم هغه وخت د ټوله ختيځه (مشرقی)  ايشيا ته شاميليده چې جاپان هم په کې ؤ او هم داسې هغه وخت هند هم ډير لوے ؤاو ننے  پاکستان هم پکې شامل ؤ. د قسطنطيه ښار هماغه د استانبول ښار دے چې په هغه زمانه کې د دنيا مضبوط ښارونو او مهمو سيمو کې ګڼل شو او حالت يې دا ؤ چې د دې ښار فتح کول به يوه لويه کاميابی  ګڼل کېده  ځکه چې يورپ ته د داخليدو يوه اصلی  لاره وه. لنډه دا چې حضرت امام مهدي عليه السلام لخوا  د دنيا د  داسې مهم ځايونو له  فتح کولو نه مراد دا دے چې د حضرت امام مهدي عليه السلام حکومت په  ځاے پورې خاص نه دے. بلکې دوی به د نړيوال حکومت خاوند وی. (ج) پرته له غو حديثونو چې بيان مې کړل داسې نور حديثونه لرو چې ډېر په ښۀ ډول د حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت په نړيوالتوب باندې دلالت کوي.پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم نه په يو قدسی حديث کې نقل شوي دي چې الله تعالی فرمائی چې : ... زۀ خپل دين ته د دوی (دولس امامانو) په لاس.، په ټولو دينونو باندې غلبه ورکوم او هم د دوي په لاس به زۀ خپل حکم تولو خلقو ته رسوم، او په دوي کې د اخيري امام (په پاڅون) سره به ټوله زمکه له دښمنانو نه پاکه کړم او هغه به د زمکې ختيځ او لويديځ واکمن جوړ کړم.... [3] او حضرت  امام باقر عليه السلام فرمائی: اَلْقٰائِمُ  مِنٰا ... يَبْلُغُ سُلْطٰانَهُ الْمَشْرِقَ وَ الْمَغْرِبَ وَ يُظْهِرُاللهُ عزَ و جَل بِهِ دِيْنَهُ عَلٰی الدِيْنِ کُلِهِ وَلَوْ کَرِهَ الْمُشْرِکُوْنَ ...[4] قايم (مهدی) زمونږ له کورنۍ (اهل بيتو) څخه دے (دې هغه کس دے) چې حکومت او واکمنی به يې د دنيا مشرق (ختيځ) او مغرب (لويديځ) ته رسي. او الله تعالی به د هغۀ په لاس خپل دين (اسلام) ته په نورو ټولو دينونو غلبه ورکوی. که څه هم دا خبره د مشرکانو خوښه نۀ وي [5] د حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت مرکز به تاريخي ښار کوفه وی چې په هغه وخت کې به دا ښار ډېر پراخه  شی  ان تردې پورې چې نجف اشرف ښار به هم په کوفې کې ګڼل کيږی چې څو کلوميټره له کوفې لرې دے. په هم دې دليل په ځينې روايتونو کې کوفه او په ځينو نورو حديثونو کې  نجف اشرف د حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت مرکز ذکر شوې دے. حضرت امام جعفر صادق عليه السلام په يو اوږد حديث کې داسې فرمائی ... د هغه(حضرت امام مهدي عليه السلام) د حکومت مرکز به کوفه ښار وی  او د شرعی  فېصلو ځاے  به يې د کوفې لوے  جومات  (مسجد) وی چې ورته مسجد کوفه ويلې شی. د ذکر وړ خبره دا ده. چې د کوفې ښار ته ډير له پخوا نه اهل بيتو عليهم السلام پاملرنه لرله.او د حضرت امام علی عليه السلام د حکومت او واکمنۍ مرکز هم کوفه وه او د دې ښار جومات هم د نړۍ څلورو نامتو جماتونو کې ګڼل کيږی. چې امام علی عليه السلام به پکې نمونځ کوۀ او خطبې به يې پکې ورکولې او همدا شان په هم دې جومات کې يې د خلقو د مشکلاتو او ستونزو شرعی فېصلې کولې ان تردې چې آخېر هم د دې جومات په محراب کې د سهار د نمونځ په وخت د روژې په نولسمه نيټه د ابن ملجم د تورې په ګوزار زخمی او د روژې په يوېشتمه نېټه شهيد شو. د حضرت امام مهدی عليه السلام د حکومت موده پس له دې چې دنيا له يو لوے او ډير زيات ظلم او زياتۍ نه د ډکې واکمنۍ دوران تېر کړی او دنيا د خداے پاک د اخيری حجت په ظهور سره د عدل  او انصاف د واکمنۍ طرف ته لاړه شی. او حکومت د نيکو خلقو لاس ته ورشی نو همدغه د الله تعالی يقيني وعده ده. د نېکو خلقو حکومت چې د حضرت امام مهدي عليه السلام په مشرۍ کې به پيل کيږي د نړۍ اخيري ورځ پورې به پاتے وی او ظلم او ظالمانو حکومت به بيا بيرته دنيا ته راونه ګرځی. هغه حديث چې مخکې مو له پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم نه نقل کړو. په کې داسې هم راغلی دی. چې الله تعالی د اخيری معصوم امام د واکمنۍ زيرے پيغمبراکرم (ص)  ته ورکوی او د دې حديث په پاې کې يې ور زياته کړې ده چې (پس له دې چې حضرت امام مهدي عليه السلام حکومت ته ورسی) د هغۀ حکومت ته به دوام ورکړم او تر قيامته پورې به د زمکې واکمنی په خپلو ملګرو او اولياؤ کې   لاس په لاس بدلوم.[6] پس هغه عادلانه حکومت چې حضرت امام مهدي عليه السلام به يې جوړوي داسې حکومت دے چې بل څوک به بيا داسې حکومت رامينځ ته نۀ کړي. او په حقيقت کې د انسانيت په تاريخ کې به يو نوې ژوند شروع شی. چې دا ټول حکومت به له خدائی واکمنۍ نه ډک وی. حضرت امام باقر عليه السلام فرمائی: زمونږ حکومت اخيرنے حکومت دے. هر هغه خاندان چې د حکومت خاوند کيږی به هغو ته به حکومت د حضرت امام مهدي عليه السلام له حکومت نه مخکې  ملاويږي. (يعني چا ته هم چې خداے پاک حکومت ورکوی نو د حضرت امام مهدي عليه السلام حکومت نه مخکې به ورته حکومت ورکوی ځکه چې د حضرت امام مهدي عليه السلام حکومت نه پس بيا د بل چا حکومت نۀ راځي.) چې هسې  نه نچې کله د حضرت امام مهدي عليه السلام حکومت او واکمنی وګوري نو بيا داسې ووائی چې که مونږ ته هم حکومت ملاو شوے وې نو مونږ به هم داسې (د حضرت امام مهدي عليه السلام په شان عدل او انصاف سره ) حکومت کولو. [7] پس نوهم له دې امله له ظهور نه پس د الهی حکومت دوام لرل د امام مهدي عليه السلام د حکومت مودې نه جدا دی  چې د روايتونو په مطابق امام مهدي عليه السلام به خپل ټول وروستے عمر به حاکم او واکمن وي تر دې چې له دې دنيا کوچ وکړي. په دې کې شک نيشته چې د امام مهدي عليه السلام حکومت وخت به هرومرو دومره وي چې څومره وخت کې د دنيا به ټولو سيمو کې عدل او انصاف قائمول امکان ولری خو دا چې څو کالو کې دا مقصد پوره کيدې شی  دا د ګومان او اندازه ګيرۍ خبره نه ده  بلکې پکار دی چې د معصومو امامانو حديثونو ته رجوع وکړو.البته دې خبرې ته په پام سره چې د هغۀ خداے لارښود قابليتونه او د خداے پاک له طرف نه د هغۀ غيبی امداد او بهترين ملګري او دې سره سره د ټولې نړۍ د حق واکمنۍ ته انتظار دا خبره ممکنه کوي چې د امام مهدي عليه السلام دغه مقصد به ډېر لنډ وخت کې پوره شی. او داسې کار چې عام انسانان يې په پيړيو کې کولو نه عاجز دي امام مهدي عليه السلام به يې په ډېره کمه موده يعني له لسو کالو نه به يې هم په کم وخت کې پاې ته ورسوی. هغه روايتونه چې د امام مهدي عليه السلام د حکومت  د مودې ذکر کوي په څو برخو کې وېشل شوی دی. ځينې د امام مهدی عليه السلام د حکومت موده پنځه (5) کاله ذکر کوی او يو شمير حديثونه د حکومت موده اووۀ (7) کاله بيانوی او ځينې نور چې هغه 8، 9، او 10 کاله ذکر کوي او څو روايتونه هم د امام مهدی (ع) د حکومت موده 19 کاله او څو مياشتې او ځينو نورو يې څلويښت (40) کاله او آخر دا چې ځينو حديثونو 309 کاله موده  ذکر کړي ده. [8] په دې سربېره چې په دې حديثونو کې د اختلاف سبب معلوم نه دے د حکومت حقيقی موده پېدا کول ډېر ګران کار دے خو شيعه ؤ عالمانو اوه (7) کاله ټاکلې ده  ځکه چې د اوو کالو روايتونه ډېر زيات دی. ځينې عالمانو داسې ويلې دي چې د امام مهدي عليه السلام د حکومت موده به اوۀ (7) کاله وی. خو د امام د حکومت يو کال به  زمونږ د لسو (10) کالو برابر وی او دا مطلب هم په ځينې حديثونو کې راغلے دے چې.راوی له امام صادق عليه السلام نه د امام مهدی عليه السلام د حکومت د مودې په حقله پوښتنه وکړه نو امام عليه السلام ورته په ځواب کې وفرمايل: (امام مهدي) به اووۀ (7) کاله حکومت کوی چې هغه اووۀ کاله به د ستاسو د زمانې  داويا ؤ (70) کالو برابر وي . [9] ارواښاد علامه مجلسی (رحمة الله عليه) فرمائی: هغه روايتونه چې د امام مهدي (ع) د حکومت د مودې په حقله راغلی دی په کار دے چې داسې يې توجيه وشی چې ځينې روايتونه  د حکومت ټولې مودې طرف ته اشاره کوی او ځينې نور د حکومت د جوړيدو او ټېنګېدو مودې ته، ځينې د هغو کلونو او ورځو په مطابق دي چې مونږ ورسره بلد يو اوځينې روايتونه د امام مهدي عليه السلام د زمانې کلونو او ورځو په مطابق دي چې هغه کلونه او ورځې له دې کلونو او ورځو نه اوږدې دي البته له اصل حقيقت نه الله تعالی خبر دے. والله العالم [10] د امام حکومتی سيرت هر يو واکمن په خپل حکومت او د مديريت په مختلفوڅانګو کې يوه ځانګرې طريقه لري چې دا د هغه حکومت يوه نښه وي. امام مهدي عليه السلام هم چې کله د نړۍ حکومت په لاس کې واخلی نو د نړيوال حکومت په چلولو کې به يوه ځانګري طريقه لري که څه هم د مخکېنيو بحثونو په ترڅ کې د امام مهدی عليه السلام د حکومت د اداره کولو په باب کې د هغه ځينو طريقو ته اشاره وشوه خو د دې موضوع اهميت په وجه ښه ده چې په دې ځاے کې يې په تفصيل سره بيان کړواو د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم او د معصومو امامانو د حديثونوپه رڼا کې د امام مهدي عليه السلام حکومتی سسټم او طريقه  له دې نه هم ښه زياته وپېژنو. هغه څه چې پکار دی په شروع کې ورباندې پخلے وشی.هغه دا ده چې په روايتونو کې د امام مهدي عليه السلام په هکله يو عمومی سيرت مونږ ته ښودلے شوے دے او هغه دا چې د امام مهدی عليه السلام د حکومت سيرت هماغه  د رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم سيرت دے لکه څرنګه چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له جاهليت سره په ټولو اړخونو او برخو کې مبارزه او مقابله وکړه او خالص اسلامی ماحول يې معاشرې او ټولنې  ته راوست هغه اسلام چې د انسان د دنيا او اخېرت د نيکمرغۍ او سعادت ذمه وار دے. نو امام مهدي عليه السلام به هم له خپل ظهور سره سم له نوی جاهليت (چې له پخوانی جاهليت نه هم ډېر دردناک دے) سره مقابله کوي.او اسلامي او خدائی ارزښونه به د جاهليت په تيارو کې روښانه کړی. امام جعفر صادق عليه السلام نه د امام مهدی عليه السلام د حکومتي سيرت په حقله پوښتنه وشوه نو وې فرمايل: يَصْنَعُ کَما صَنَعَ رَسُوْلُ الله صلی الله عليه و آله وسلم يَهْدِمُ مَا کَانَ قَبْلَهُ کَما هَدَمَ رَسُوْلُ رَسُوْلُ الله صلی الله عليه و آله وسلم  اَمْرَ الْجَاهِلِيَةِ وَ يَسْتَانِفُ الْاِسْلامَ جَدِيْداً. [11] امام مهدي عليه السلام به هماغه د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په شان عمل کوي. لکه څنګه چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  هغه جاهليت چې په خلقو کې يې  رواج ؤ الکل له  منځه ړۀ او ختم يې کړ. هم داسې به امام مهدي عليه السلام هم د هغۀ له ظهور نه مخکې چې کوم جاهلانه بدعتونه رامينځ ته شوی دی. هغه به بيخی ختموی. اوحقيقی اسلام به بيا ژوندے کوی. د امام مهدي عليه السلام دا عمومی سياست به د هغه په واکمنۍ کې وي. البته د حالاتو په مطابق به د حکومت چلولو طريقې  هم بدلوي. چې دغه مطلب هم په ډيرو حديثونو کې راغلې دے او مونږ به يې په بيلو بيلو برخو کې ذکر کوو. د امام مهدی (ع) جهادی سيرت امام مهدی عليه السلام به په خپل نړيوال انقلاب سره د زمکې له مخ نه د شرک او کفر ټغر غونډ کړی او ټولو ته به د مقدس دين اسلام بلنه ورکړی. د خداے ګران رسول  (ص)  په دې هکله فرمائی: (( د هغۀ (امام مهدی ) روش او طريقه به زما روش او طريقه وی )) [12] البته هغه بزرګوار به په داسې حال کښې ظهور کوي چې حق په څرګند شوې وي او د دنيا په خلقو به يې هر اړخيز حجت تمام شوې وي. نو په دې حالت کښې د ځينې روايتونو په مطابق امام مهدي عليه السلام به د انطاکيه د غره نه حقيقي تورات او انجيل راوباسي او هغه په ذريعه به يهوديانو او عيسايانو سره مناظره کوي او هغه به ورته دليل راوړي. چې له هغو به ډير مسلمان شي. [13] او په دې وخت کښې هغه څيز چې له ټولو نه زيات به د نورو دينونو خلق اسلام طرف ته راولي هغه دا ده چې ټول خلق په به خپلو سترګو سره ګوري چې امام مهدي عليه السلام د څنګه غيبي امدادونه کيږي او د پيغمبرانو نخښو لکه د موسي عليه السلام عصا او د سليمان عليه السلام ګوتي او د ګران رسول زغره ، توره او جنډه به ورسره وي. [14] او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم د هدفونو پوره کولو او د نړيوال عدالت قايمولو له پاره يې پاڅون کړې دے پس معلومه ده چې کله دا شان حق حقيقت خلقو ته څرګند شي نو بيا يوازي هغه خلق په باطلو باندې پاتې کيږي چې چا بالکل خپل انساني او الهې شکل بدل کړې وي او دا هغه خلق دي چې بې له ظلم ، فساد او بياهۍ د بل څه سوچ او فکر نه کوي. پس ضروري ده چې له داسې کسانو نه، هغه ځمکه چې امام مهدي ورکښې حکومت کوي پاکه شي. او بيا دغه ځاې دے چې امام به توره راوباسي. او ظالمان به ورسره وژني او له هغو به هيڅوک نه پاتې کيږي. او دغه د زمونږ ګران پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم او امير المؤمنين علي عليه السلام طريقه هم وه. [15] د امام قضائی سيرت له دې امله چې امام مهدی عليه السلام په ټوله زمکه باندې د عدل او انصاف د قائمولو لپاره ساتل شوے دے د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره  يو پياوړی قضائی سېسټم ته اړتيا لری نو په دې بنياد هغه حضرت عليه السلام په دې برخه کې د خپل نيکۀ حضرت امام علی عليه السلام  په طريقه او روش باندې عمل کوی او په جديت او قدرت سره د خلکو تر پښتو لاندې شويو حقوقو د تر لاسو کولو لپاره په لټه کې دے او حق چې په هر ځاے کې وی هغه به تر لاسه کوی او حقدارو ته به يې ستنوی. او داسې د عدل او انصاف سلوک به کوی چې د ځينو روايتونو له مخې ژوندی کسان به ارمان کوی چې مړی هم راستانۀ شی او د هغه حضرت صلی الله عليه و آله وسلم د عدل او انصاف له برکت نه برخه ور شی. [16] د ويلو وړ خبره ده چې په ځينو روايتونو کې راغلی دی حضرت امام مهدی عليه السلام به د قضاوت او عدالت په مقام کې د حضرت سليمان او حضرت داؤد عليهم السلام غوندې عمل کوی او د هغوی په شان به په هغه الهی علم سره چې لری يې حکم او فېصلې کوی او ګواه او ثبوت ته به يې هيڅ اړتيا نه وی. امام جعفر صادق عليه السلام  فرمائی: کله چې امام مهدی عليه السلام پاڅون وکړی نو د حضرت سليمان عليه السلام او حضر ت داؤد عليه السلام په شان به فېصلې کوی (يعنې) ګواهان او شاهدان به نه غواړی) [17] او کېدې شی د دا ډول فېصلو کولو راز دا وی چې په الهی علم باندې د اعتماد په سبب به حقيقی عدالت جوړيږی په داسې حال کې چې هر کله په ګواهانو او د هغوی په خبرو تکيه کيږی نو ظاهری عدالت واکمن کيږی ځکه چې په هر حال کې ګواهان انسانان دی او د غلطۍ او اشتباه امکان ترې کېدې شی، البته په ذکر شوې طريقه د امام مهدی عليه السلام د قضاوت کولو د څه رنګوالی درک کول ګران کار دے خو په دې پوهېدلې شو چې دغه طريقه به د هغه حضرت له دور سره سمون خور ی. د امام عليه السلام مديريتی سيرت د حکومت يو اهم رکن د حکومت کارګزاران دی، هر کله چې حکومتی مسؤلان ښۀ اوغوره کسان وی نو نو د حکومت او ولس کار به خپلې ښې نتيجې ته رسيږی او د حکومت اهداف ترلاسه کول به اسان وی. حضرت امام مهدی عليه السلام به  د يو نړيوال حکومت د مشر په توګه د نړۍ په مختلفو سيمو کې په مختلفو څانګو کې له خپلو غوره دوستانو څخه داسې واکمنان ټاکی چې د مديريت پوهه، په نيت او عمل کې د ژمنې او پاکۍ او په فېصلې کولو کې نرتوب غوندې د يو اسلامی واکمن ټول خصوصيات ولری. په دې حال سره امام عليه السلام په ذاتی توګه د دنيا د يوستر فرمانروا او د نړۍ د چلولو د مرکز په عنوان سره په دوامداره توګه د واکمنانو  کارکردګی په نظر کې لری او په سخت دقت او بې له سترګو پټولو به د هغوی څارنه او تفتيش کوی. دغه اهم خصوصيت چې د امام مهدی عليه السلام له حکومت نه مخکې هېر کړے شوے دے او سترګې پرې پټې کړې شوې دی په روايتونو کې د حضرت امام مهدی عليه السلام  له علامتونو نه د يو علامت په توګه بيان کړے شوے دے. د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم فرمائی: عَلامه الْمَهْدی اَنْ يَکُونَ شَديداً عَلَی العُمَّالٍ جَواداً بٍالْمالٍ رَجيٍماً بٍالْمَسَاکٍين.[18] (( د مهدی عليه السلام علامت دا دے  چې له خپلو کارګزارانو سره سخت او دقيق وی، بخښونکے لاس به لری او په مسکينانو به مهربان وی)) د امام عليه السلام اقتصادی سيرت د حکومت په مالی چارو کې د امام مهدی عليه السلام روش او طريقه د مساواتو او يوشانوالی باندې قائمه ده او دا هغه غوره طريقه ده چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم په زمانه کې موجوده وه او له هغوی صلی الله عليه و آله وسلم نه پس دغه طريقه بدله کړې شوه او خلکو ته د بې حسابه رقمونو د ادا کولو لپاره د دروغو معيارونه رائج کړې شول او د هغه دور په اسلامی ټولنه کې د طبقاتی نظام او فاصلو د پېدا کېدو سبب وګرځېد، که څه هم امام علی عليه السلام او امام حسن عليه السلام د خپلو خلافتونو په زمانه کې د مسلمانانو د اموالو په ادا کولوکې د برابرۍ د نظام پابند وو خو له هغوی نه پس  بنی اميه ؤ د مسلمانانو مالونه لکه د خپلو ذاتی ملکيتونو او ذاتی ګټو او مصلحتونو مطابق خرچ کول او له دغې لارې به يې د خپلو نارواؤ حکومتونو بنيادونه مضبوطول. هغوی به د خلکو زراعتی ځمکې وغېره او مالونه حالونه  خپلو خپلوانو او يارانو دوستانو ته بخښل او دا کار چې په خاصه توګه د دريم خليفه او د بنی اميه ؤ په دور کې رائج شوے ؤ يو رسمی حالت پېدا کړ. امام مهدی عليه السلام چې د عدالت او فرياد اورېدو مظهر دے د خلکو بېت المال به د عوامو د دولت په توګه د هغې پانګې په عنوان سره وګرځوی چې پکې ټول شريک وی، په داسې ډول چې د هيڅ ډول فرق او امتياز پکې پېدا نه شی او د ځمکو او پانګو بخښنه په کلی توګه ممنوع وګرځی. د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم فرمائی: ... اٍذا قامَ قائمُنا اضْمَحَلَّت الْقطائعُ فَلا قَطائع  [19] (( هغه وخت چې زمونږ قائم قيام وکړی نو هغه ځمکې ( چې ظالمانو واکمنانو او حاکمانو په خپل ملکيت کې راوستی دی او يا يې نورو ته بخښلی وی) له منځه لاړې شی په داسې ډول چې نورې ځمکې به ترمنځه نه وی)) او د امام عليه السلام د مالی طور طريقو بل خاصيت دا دے چې د ټولو خلکو د ژوند د معقولو خېر ښېګړو د پېدا کولو  او هغوی د اړتياؤ او ضرورتونو د پوره کولو په لاره کې به امام مهدی عليه السلام خلکو ته په زيات مقدار کې مالونه بخښی او د هغۀ په حکومت کې به هر يو حاجتمن چې له هغۀ څخه وغواړی په زيات مقدار کې مالونه حاصلوی. د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم فرمائی: ..... فَهُوَ يَحْثُواالْمالَ حثْواً [20] (( هغه (امام مهدی) خلکو ته زيات مالونه بخښی)) او دا طريقه دانفرادی او اجتماعی اصلاح د زمينو د رامنځته کېدو لپاره ده چې د ښکلو او غورو د دغه امام لوے مقصد او هدف دے. هغه حضرت عليه السلام به  له مادی لحاظه د خلکو په بې نيازه کولو سره د خپل رب اطاعت او عبادت ته د خلکو د مخه کولو په لټه کې وی چې د حکومت د اهدافو په برخه کې مو پرې په تفصيل سره خبرې وکړې: د امام عليه السلام ذاتی سيرت په ذاتی چلند کې او له خلکو سره په ارتباط کې د امام مهدی عليه السلام سيرت د يو اسلامی حاکم د نمونې ښودنه کوی چې حکومت د هغۀ په نظر کې د خلکو د خدمت او هغوی د کمال او لوړو څوکو ته د رسولو لپاهر يوه وسيله ده نه د مال او دولت د راغونډولو او د خداے پاک په بندګانو باندې د ظلم او ستم او د هغوی د غلام کولو ذريعه په رښتيا چې د صالحينو هغه امام عليه السلام د واکمنۍ په کرسی باندې د خداے دګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم او اميرالمومنين حضرت علی عليه السلام د حکومت ياد راوړونکے دے. او د دې باوجود چې ټولو مالونه او دولتونه او پانګې به يې په اختيار کې وی په خپل ذاتی ژوند کې به له ټولو خلکو نه په کمه سطح ژوند تېروی او په ډېرو کمو به صبر کوی. حضرت امام علی عليه السلام د هغۀ په توصيف کې فرمائی: (( امام مهدی عليه السلام په له ځان سره ژمنه کوی چې که څه هم د ټولې بشری ټولنې واکمن او رهبر دے خو د خپل ولس په شان به په لاره ځی، د عوامو غوندې به اغوندی او د هغوی په شان به سورلی کوی.... او کمه به صبر کوی.)) [21] امام علی عليه السلام  خپله داسې ؤ او د دنيا په ژوند، خوراک،څښاک او پوشاک کې يې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم غوندې زهد لرۀ، او امام مهدی عليه السلام به په دې لاره کې د هغۀ اقتدا کوی. امام جعفر صادق عليه السلام فرمائی: اَنَّ قائٍمَنا اٍذا قامَ لَبٍسَ لٍباسَ عَلٍیّ وف سارَ بٍسٍيرَتشهٍ  [22] (( کله چې قائم عليه السلام قيام وکړی نو د علی عليه السلام جامه به يې په تن وی او د هغۀ روش به خپلوی)) هغه به چې څومره د ځان متعلق سخت او دقيق وی هومره به د امت لپاره لکه د مهربان پلار په شان وی او د عوامو خېر، ښېګړه او ارامتيا به غواړی، په دا ډول چې له امام رضا عليه السلام نه په نقل شوی يو حديث کې يې داسې صفت شوے دے: اَلاٍمام الاَنيسُ الرّففيق وَالوالٍدُ الشَّفيق وَالاَخُ الشَّقيق وَالاُمُّ البٍرَّه بٍالْولَدٍ الصَّغير مفْزٍعُ الْعٍبادَ فٍی الدّاهيه النَّار [23] (( امام به ډېر زيات مل او ملګرے، مهربان پلار او تنی ورور وی او د خپل ماشوم زوے په هکله به يوه زړۀ سواندې مور او د پېښو په وخت به د بندګانو يوه پناه ځاے وی)) هو، هغه به له امت سره دومره زيات نزدې او ملګرے وی چې ټول به هغه د خپل ځان لپاره د پناه ځاے ګڼی: د خداے له ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم نه روايت شوے دے چې د امام مهدی عليه السلام په باره کې يې وفرمايل: (( امت به هغۀ ته پناه وړی په داسې ډول چې څنګه د شهدو مچۍ خپلې ملکې ته پناه وړی )) [24] هغه به د يو کامل رهبر او مشر مصداق وی چې د خلکو ترمنځ به غوره شوے وی او د هغوی ترمنځ او دهغوی په شان به ژوند تېروی. په همدې وجه به د هغوی له دردونو او غمونو نه ښه خبر وی او په علاج به يې پوهيږی او ټول توان طاقت به د هغوی د خېر ښيګړې لپاره خرچ کوی او په دې لار کې به يواځې د خداے پاک د رضا په لټه کې وی، نو په داسې صورت کې به ولې امت د هغۀ ترڅنګه په ارام او امنيت کې نه وی او په کوم دليل به يې زړونه له غېرو سره تړلی وی؟ د امام عليه السلام عام مقبوليت دحکومتونو يو مقصد د عامو خلکو راضی ساتل ووخو د هغو ډېرو کمزوريو په وجه چې د ټولګو د چلولو په لاره کې يې وجود لرلے دے دغه رضامندی نه ده حاصله شوې. د امام مهدی عليه السلام د حکومت بنيادی خصوصيت دا دے چې د انسانانو د ټولو پرګنو او خلکو د قبول وړ دے او نه يواځې به د ځمکې خلک بلکې د اسمان مخلوقات به هم  له دغه الهی حکومت او د عدل او انصاف له واکمنۍ نه په کامله توګه خوشحاله او راضی وی. د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم فرمائی: (( زۀ تاسو ته د مهدی عليه السلام زېرے درکوم.... د اسمان او ځمکې خلک به (د هغۀ له حکومت نه) راضی وی. او دا څنګه ممکنه ده چې څوک دې د مهدی عليه السلام له حکومت څخه ناراضی وی او حال دا چې دا خبره به نړۍ ټولو خلکو ته روښانه شی چې په ټول مادی او معنوی اړخونو کې د انسانانو د چارو صلاح او د هغوی نېکمرغی د هغه حضرت د الهی حکومت تر سيوری لاندې ده )) [25] ښه به دا وی چې د دې برخې په اخېر کې د امام علی عليه السلام جاودانه او همېشنې کلام ښکلی اختتام په توګه راولو: (( خداے پاک به د خپلو فرښتو په ذريعه د هغۀ (امام مهدی) مرسته او تائيد کوی او د هغۀ د دوستانو حفاظت به کوی او د خپلو نښتو نښانو په ذريعه به يې مدد کوی  او هغه به د ځمکې په خلکو باندې بريالے اوکاميابوی، په دا ډول چې (ټول) به په مينه او د زړۀ له تله او يا په نا زړۀ د هغۀ لوری مائل کيږی او هغه به ځمکه له عدل او انصاف، رڼا او خېر ښېګړې نه ډکوی. ښارونه ښارونه به په هغۀ باندې ايمان راوړی ان تردې چې يو کافر به پاتې نه شی او ټول به ايمان راوړی او ګناه او بدی به نه پاتې کيږی او په نېکيو به بدليږی او د هغۀ په حکومت کې به ځناور او درندې په خپلو کې دوستان شی او ځمکه به خپل نعمتونه رابهر کړی او اسمان به خپل رحمتونه او خېراتونه رانازل کړی، هغۀ ته به د ځمکې ټولې خزانې څرګندې شی، نو خوشبخته او نېکمرغه دی هغه څوک چې د هغۀ دور ووينی او د هغۀ خبرې واوری )) [26] ماخذونه [1] . کمال الدين باب 25، حديث 4، باب 24، حديث 1 و 2 . غيبت نعماني او احتجاج طبرسي 3. کمال الدين جلد 1، باب 23، حديث 4، صفحه 477 4. کمال الدين جلد 1، باب 32، حديث 16،صفحه 603 5. کمال الدين جلد 1، باب 32، حديث 16،صفحه 603 6. کمال الدين جلد 1، باب 23، حديث 4، صفحه 477 7. غيبت طوسي، فصل 8، حديث 493، صفحه 472 8. دغه حديثونو کتلو لپاره د کتاب (چشم انداز حکومت مهدي) ليکوال نجم الدين طبسي صفحه 175ـ173 ته رجوع وکړئ. 9. مغيبت طوسي فصل 8، حديث 497، صفحه 474 10. بحار الانوار جلد 52، صفحه 280 11. غيبت نعماني، باب 13، حديث 13، صفحه 236 12. کمال الدين، ټوک 2، باب 39، حديث 6، مخ 122 13. کتاب الفتن مخونه 249_ 251 14. کتاب اثبات الهداة، ټوک 3، مخونه 439- 494 15.  کتاب اثبات الهداة، ټوک 3، مخ 450 16. الفتن ٩٩ مخ 17. اثبات الهداه ٣ ټوک ٤٤٧ مخ 18. معجم احاديث الامام المهدی عليه السلام ١ ټوک، ١٥٢ حديث ٢٤٦ مخ 19. بحارالانوار ٥٢ ټوک ٣٠٩ مخ 20. معجم احاديث الامام المهدی عليه السلام ١ ټوک ٢٣٢ مخ ١٤٣ حديث 21. منتخب الاثر ٦ فصل ١١ باب ٤ حديث ٥٨١ مخ 22. وسائل الشيعه، ٣ ټوک ٣٤٨ مخ 23. . اصول کافی ١ ټوک ١ حديث ٢٢٥ مخ 24. منتخب الاثر ٧ فصل ٧ باب ٢ حديث ٥٩٨ مخ 25. بحار ٥١ ټوک ٨١ مخ 26. اثباه الهداه ٣ ټوک ٥٢٤ مخ