د امام مهدی (عليه السلام) ظهور

ظــــــــــــهـــــــــــور کله چې د ظهور خبره منځته راځی نو د دلچسپۍ احساس په سړی کې رابېداريږی او داسې ورته لګی چې په يو تک شين باغ کې د يو روان نهر په غاړه ناست دے او د بلبلو خوږ چغار ته يې غوږ نيولے دے. بې شکه چې د ښکلاؤ څرګندېدنه او د خوبيو خپرېدنه د ستړيو روح او بدن ته يوه خوشحالی ورکوی او د هيله منو په سترګو کې د خوشحالۍ ډيوې بلوی. په دې برخه کې به د امام مهدی (عليه السلام) د ظهور او د هغۀ څه په هکله چې د هغه حضرت (عليه السلام) د عينی ظهور تر مبارک سيوری لاندې رامنځته کيږی خبرې کوو او د غېبت له حجابه بغېر به د هغه بې مثاله ښکلی ننداره کوو. د ظهور زمانه يوه پوښتنه چې چې تل د زياترو خلکو په ذهنونو کې رابرسېره کيږی هغه دا چې د زمانې امام (عليه السلام) به کله څرګنديږی؟ او ايا د ظهور له پاره يې څه وخت ټاکل شوے دے؟ نو د دې پوښتنې ځواب دا دے چې د دينی لارښودو د وېنا له مخې د ظهور زمانه له خلکو نه پټه ساتل شوې ده. امام جعفر صادق (عليه السلام) په دې هکله فرمائی: ((مونږ نه په تېرو وختونو کې د ظهور وخت ټاکلے دے او نه يې په راتلونکو وختونو کې ټاکو.)) [1] نو په دې بنياد هغه کسان چې د ظهور له پاره وخت ټاکی دوکه باز او دروغجن دی او دا خبره په روايتونو کې تائيد شوې ده. امام محمد باقر (عليه السلام) خپل يو اصحابی ته چې د ظهور د وخت په هکله يې پوښتنه وکړه وفرمايل: (( وخت ټاکونکی دروغ وائی، وخت ټاکونکی دروغ وائی، وخت تاکونکی دروغ وائی)) [2] له دغه ډول روايتونو نه ښه په اسانۍ سره دې نتيجې ته رسيږو چې تل دا ډول کسان موجود وو چې په شيطانی مقصدونو سره به يې د ظهور له پاره وخت ټاکۀ. او دا ډول کسان به په راتلونکو وختونو کې هم موجود وی. نو په همدې وجه معصومو پېشوايانو له شيعه ؤ نه غوښتی دی چې د وخت ټاکونکو په باره کې دې چپ نه پاتې کيږی بل  بلکې د هغوی دروغ په ډاګه کول پکار دی. امام جعفر صادق (عليه السلام) په دې لړ کې خپل يو اصحابی ته وفرمايل: (( د هغه کس د دروغو په ډاګه کولو څخه بالکل ډډه  ونکړې چې د ظهور له پاره وخت ټاکی چې مونږ د چا د ظهور له پاره وخت نه دے ټاکلے)) [3] د ظهور وخت يو راز دے لکه چې وويل شول د خداے پاک په ارادې سره د ظهور وخت له مونږ نه پټ ساتل شوے دے او بې له شکه دا مسئله يو لړ حکمتونه لری چې ځينې به دلته ذکر کړو: د اميد دوام هر کله چې د ظهور وخت پټ وی نو انتظار کوونکو په زړونو کې د اميد شمع د تل له پاره بليږی  او تل په دې اميد باندې وی چې کولې شی د غيبت په دور کې د سختيو، تکليفونو او دباونو په وړاندې کلک اودريږی او مقاومت وکړی. نو بې له شکه که چرې شيعه ؤ ته څو پېړۍ مخکې ويل شوی وې چې ستاسو په دور کې به ظهور نه رامنځته کيږی بلکې په راتلونکې دور کې به امام (عليه السلام) څرګنديږی  نو هغوی به په کوم اميد د خپل وخت د فتنو په وړاندې مقاومت کولې شی او څنګه به يې  د غېبت په دوران کې په دې تنګو او تورو لارو په سلامتيا سره تګ کولې شو؟ زمينه برابرونه بې له شکه يو رغنده انتظار چې د فعاليت او خوزښت له ډېرو مهمو عواملو څخه دی يواځې  د ظهور د وخت پټ پاتې کېدو په صورت کې به بڼه نيسی.ځکه چې د وخت په مشخص کېدو سره به هغه کسان چې پوهيږی چې ظهور به و نه وينو د خوزښت او زمينه برابرونې له پاره به انګېزه و نه لری او سست او غېرفعاله به شی. حال دا چې د ظهور د وخت په پټ کېدو سره د هرې زمانې انسانان په دې اميد چې ظهور به په خپله زمانه کې ووينی نو کوشش به کوی چې د ظهور له پاره زمينه برابره او لاره اواره کړی او خپله ټولنه په يوې نېکې او خوزنده ټولنې باندې بدله کړی. په دې سربېره د ظهور د وخت د ټاکېدو په صورت کې که د مصلحت په وجه د وعده کړی شوی وخت کې ظهور ونکړو نو د امام مهدی (عليه السلام) د عقيدې په اصل کې به د خلکو شکونه پېدا شوی وو. حضرت امام محمدباقر (عليه السلام) د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د ظهور وخت مقرر دے؟ ووفرمايل: (( هغه کسان چې د ظهور وخت ټاکی دورغ وائی ( او دا خبره يې بيا بيا وفرمايله) کله چې حضرت موسی (عليه السلام) د خداے پاک په بلنه د دېرشو ورځو له پاره له خپل قوم نه بهر لاړ او خداے پاک په هغو دېرشو ورځو کې نورې لس ورځې زياتې کړې نو قوم يې وويل: موسی (عليه السلام) خپله وعده نه پوره کوی او هغه چې ورته نه وو پکار کړی يې وې وې کړل ( نو بس له دينه واوړېدل او د سْخی پرستش يې شروع کړ) [4] د پاڅون هنګامه ټول دا غواړی چې په دې پوه شی چې د امام مهدی (عليه السلام) د نړيوال پاڅون په وخت به څه پېښې رامنځته کيږی؟ ، د امام (عليه السلام) حرکت به له کوم ځاے نه شروع کيږی؟، له مخالفو ډلو سره به د امام (عليه السلام) سلوک څنګه وی؟، او بالاخره به امام (عليه السلام) څه ډول په ټوله نړۍ باندې غلبه مومی او د چارو واګی به په خپلو لاسو کې نيسی؟ دا او داسې ډول نور سوالونه د ظهور د هر مشتاق انسان فکر او ذهن په سوچ کې ساتی. خو حقيقت دا دے چې د بشريت د اخيری اميد له پاڅون سره د اړوندو پېښو په هکله خبرې کول ډېر ګران کار دے ځکه چې دا د راتلونکو وختونو او د هغو پېښو رپوټونه دی چې لا رامنځته شوی نه دی او په طبېعی توګه د دغو پېښو په هکله دقيق اطلاعات نه شی ورکېدې. نو په دې بنياد هغه څه چې په دې برخه کې راوړو هغه د امام مهدی (عليه السلام) د ظهور د وخت پېښې او واقعات دی چې په ګڼ شمېر کتابونو کې په متواتره توګه روايت شوی دی او يواځې کولې شو په کلی توګه د ظهور ورځو د رامنځته شويو پېښو يو کلی پس منظر لوستونکو ته بيان کړو. د پاڅون څه رنګوالے کله چې ظلم او تباهی د عالمو څېره توره او له ظلمت نه ډکه کړې وی هغه وخت چې ظالمانو زمکه د خپلو بدعمليو او نامرديو مېدان ګرځولے وی او د نړۍ مظلومانو د مرستې لاسونه د اسمان په لور اوچت کړی وی نو ناڅاپا به يوه اسمانی اواز د شپې تيارې ختمې کړی او د خداے پاک په مياشت يعنې د روژې په مبارکه مياشت کې به مهدی موعود (عليه السلام) د ظهور زېرے ورکړی [5]  زړونه به په درزا شی او سترګې به په برېښېدو شی په شپو مئينان به د د ايمان د سهار په څرګندېدو سره په اضطراب او ويره کې راشی او د څه چارې په لټون کې به شی او د امام مهدی (عليه السلام) انتظار کوونکی به له هر چا نه د يار د کوڅې پوښتنه کوی او د هغۀ د ليدو او د هغۀ د دوستانو او ملګرو په صف کې د شاملېدو له پاره به ليواله او بې چېنه وی. له بلې خوا په دغه وخت کې به سفيانی چې په سوريې، اردن، او فلسطين غوندې په پراخو سيمو باندې تسلط لری لښکر چمتوکړی چې له امام (عليه السلام) سره مقابله وکړی. و سفيانی لښکر چې د مکې معظمې په لاره به د امام په لټه کې روان وی د بېداء په مقام باندې په زمکه کې ننوځی او تباه به شی [6] د نفس زکيه له شهادت نه پس به لږ وخت پس امام مهدی (عليه السلام) د يوځوان سړی په شکل کې په مسجدالحرام کې ظهور وکړی په داسې حال کې چې دپيغمبر اکرم صلي الله عليه واله وسلم قميص به يې په تن وی او د هغه پاک نبی بېرغ به يې په لاس کې وی او د کعبې ديوال ته به يې ډډه وهلې وی او د رکن او مقام ترمنځ به د ظهور سندره وائی او خداے پاک له حمد او ثنا او د خداے په ګران رسول (ص) او د هغوی په پاک خاندان باندې د درود او سلام نه پس به وفرمائی: (( اے خلکو! زۀ له پاک ربه مرسته غواړم او د نړۍ له خلکو څخه چې څوک هم زما اواز ته لبيک ووائی نو هغه به په ملګری سره يادوم. بيا به د خپل ځان او خپلې کورنۍ پېژندګلو وکړی او اواز به وکړی: فالله الله فينا لا تخذلون وانصرونا ينصرکم الله تعالی زمونږ د حقوقو د خيال ساتنې په باره کې خداے پاک په نظر کې ولرئ مونږ (عدالت خپرونې او ظلم ختمونې په مېدان کې) يواځې مه پرېږدئ او راسره ملګرتيا او مرسته وکړئ چې خداے پاک به ستاسو ملګرتيا او مرسته وکړی)) د امام د وېنا له ختمېدو نه وروسته به د اسمان خلک د زمکې له خلکو نه مخکې شی او ډلې ډلې به راکوزيږی او له امام (عليه السلام) سره به بېعت کوی په داسې حال کې چې مخکې مخکې به ترې د وحی فرښته جبرائيل (عليه السلام) امام (عليه السلام) ته د ملګرتيا لاس ورکوی. بيا به د زمکې ٣١٣ ستوری چې د نړۍ له مختلفو سيمو څخه د وحی مرکز مکې ته راغلی وی د امامت له روښانه نمر نه چاپېره شی او ورسره به د وفا تړون وکړی او دا بهير به جاری وی ان تر دې چې د امام په کېمپ کې به لس زره سر په تلی جانبازان حاضر شی او د خداے د ګران رسول (ص) له فرزند سره به بېعت وکړی [7] امام به د خپلو ملګرو په لښکر سره د پاڅون بېرغ اوچت کړی او په چټکتيا سره به په مکه او د هغې په خواو شا باندې تسلط پېدا کړی او د پېغمبر اکرم (ص) وطن به له نا اهلو کسانو نه پاک کړی. بيا به د مدينې په لور روان شی او هلته به هم د عدل او انصاف او مينې او مهربانۍ  سيورے خور کړی او د ښار مخالفين او باغيان کسانو ته به ماتې ورکړی. بيا به د عراق مخه وکړی او کوفه ښار به د نړيوال حکومت مرکز او پلازمېنه وټاکی او له هغه ځاے څخه به د مشرتابۀ پاڅون پېل کړی او اسلام ته د نړۍ د خلکو د بللو او د قران مجيد د قوانينو په رڼا کې  د ژوند تېرولو د دعوت او د ظلم او ستم د ټغر د ټولولو له پاره خپل ملګری او د نور سپايان د دنيا مختلفو سيموته روان کړی. امام به د نړۍ يوه يوه کليدی سنګر فتح کوی، ځکه چې له وفادارو ملګرو او مومنانو نه علاوه به ورته د الهی فرښتو مرسته هم حاصله وی او لکه د خداے د ګران رسول (ص) غوندې به د رعب او وحشت له لښکر نه مرسته اخلی او خداے پاک به د دښمنانو په زړونو کې د هغۀ او د هغۀ د ملګرو داسې ويره او رعب واچوی چې هيڅ يو طاقت به له هغه حضرت (عليه السلام) سره د مقابلې توان نه لری امام محمد باقر (عليه السلام) فرمائی: (( زمونږ له قائم (عليه السلام) سره به د رعب (د دښمنانو په زړونو کې د ويرې) په ذريعه مرسته کيږی)) [8] د ويلو وړ خبره ده چې يوه سيمه چې د امام مهدی (عليه السلام) د لښکر په ذريعه به فتح کيږی بېت المقدس به وی [9] او بيا به له دې نه پس يوه ډېره خوشحالوونکې واقعه رامنځته کيږی چې د امام مهدی (عليه السلام) د پاڅون او انقلاب په دوران کې به برخليک ټاکونکې وی او د هغه حضرت (عليه السلام) محاذ به پياوړے کړی او هغه له اسمانه د حضرت عيسی (عليه السلام) نازلېدل دی. حضرت مسيح (عليه السلام) چې د قران مجيد د فرمان مطابق ژوندے دے او په اسمانونو کې دے زمکې ته راکوزيږی او په امام مهدی (عليه السلام) پسې به نمونځ ادا کړی او په دا ډول به په خپل ځان باندې  د شيعه ؤ د دولسم امام برتری او له امام مهدی (عليه السلام) څخه خپله پېروی به ټولو خلکو ته اعلان کړی. د خداے ګران رسول ( صلی الله عليه و آله وسلم) فرمائی: (( زما دې په هغه ذات قسم وی چې زۀ يې په حق سره رالېږلے يم په داسې حال کې خلکو ته زېرے ورکوونکے يم، که د دنيا په عمر ختم وی او بس يوه ورځ پکې پاتې وی نو خداے پاک به هغه ورځ دومره لويه کړی چې زما فرزند مهدی (عليه السلام) پکې پاڅون وکړی او بيا له هغۀ نه پس عيسی بن مريم (عليه السلام) لاندې راکوز شی او په امام مهدی (عليه السلام) پسې نمونځ وکړی )) [10] او ډېر زيات عيسائيان چې د نړۍ زياته ابادی ده د خداے پاک په اخيری ذخيرې  او د شيعه ؤ په دولسم امام باندې ايمان راوړی او داسې به ښکاری چې خداے پاک حضرت عيسی (عليه السلام) د داسې ورځ له پاره ژوندے ساتلے ؤ چې د حق غوښتونکو له پاره د هدايت څراغ وګرځی. البته د هدايت کوونکی امام مهدی (عليه السلام) په لاس د معجزو څرګندېدل او د بشريت د لارښوونې له پاره د فکر مباحثو طرحه د ستر مهدوی انقلاب له پروګرانو څخه ده چې د خلکو د هدايت له پاره به لاره خلاصوی. په دې لړ کې به امام (عليه السلام) د يهودو مقدس کتاب د نه تحريف شوی تورات تختۍ چې د دنيا په خاصو خاصو سيمو کې دفن شوی دی بهر ته راوباسی [11]  او يهوديان چې کله د هغۀ د امامت نښې نښانې په هغو تختيو کې ووينی نو ايمان به راوړی او د دنيا د نورو دينونو پېروکار به هم د دې ستر بدلون په ليدو ، د حق د پېغام په اورېدو او د امام د معجزو په ليدو سره ډلې ډلې له هغه حضرت سره يوځاے کيږی او په دا ډول به د خداے پاک حتمی وعده پوره شی چې دا خوږ اسلام به ټوله نړۍ تر خپل بېرغ لاندې راولی. هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ [12] ((او هغه خداے دے چې پېغمبراکرم (صلی الله عليه واله وسلم) په ( دلائلو) هدايت او حق دين سره راولېږۀ چې بالاخره هغه په ټولو دينونو باندې غالب کړی که څه هم د کافرانو خوښه نه وی)) دغه تصوير چې مو وښودو او حالات مو بيان کړل نو يواځې به ظالمان، مغرور کسان او ستمګران پاتې کيږی چې د حق او حقيقت په وړاندې به سر نه ايږدی او دا شمېر کسان د مومنانود غالب اکثريت او بهير په وړاندې د مقاومت تاب نه لری او د امام مهدی (عليه السلام) د عدل او انصاف په تورې سره د خپلو شرمناکو اعمالو انجام ته رسيږی او زمکه او د هغې اوسېدونکې به د تل له پاره د هغوی له شر او فساد نه په امن کې پاتې شی. ياداښت (1) غېبت طوسی ٧ فصل ٤١٢ حديث ٤٢٦ مخ (2) غېبت طوسی, فصل 7، حديث 411، مخ 425 (3) غېبت طوسی, فصل 7، حديث 414, مخ 426 (4) غيبت نعماني باب 16, حديث 13، مخ 305 (5) غېبت نعمانی ١٤ باب ١٧ حديث (6) بحارالانوار ٥٣ ټوک ١٠ مخ (7) غېبت نعمانی ١٤ باب ٦٧ حديث (8) کمال الدين ١ ټوک ٣٢ باب ٢٦حديث ٦٠٣ مخ (9) روزګار رهائی ١ ټوک ٥٥٤ مخ (10) بحار الانوار ٥١ ټوک ٧١ مخ (11) روزګار رهائی ١ ټوک ٥٢٢ مخ (12) سورۀ توبه ٣٣ ايت