پر فرد او مجتمع باندي د بدو اخلاقو تاثیر،۱ برخه

 بسم  الله الرحمن الرحیم

أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ نَجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ،الآية ـ الجاثية:۲۱ـ

ترجمه :

اياګمان کړيدۍ  هغوخلګوچي کړي يې دي بدفعلونه ،بداخلاق  ددې چي موږ به ګرځودوۍ په مثل دهغوخلګوچي ايمان يې راوړيدۍ اوکړي يې دي نېک عملونه ـ

محترمواسلامی وروڼوداسلام دپاک اومبین دین له ارزښتونواوامتیازاتوڅخه یوسترکار دادۍ چی اسلام دبداخلاقۍ  سخت خلاف دۍ اوپه هیڅ حال کښی اسلام ویوچاته ددې اجازه نه ورکوی چی له اخلاقی معیارڅخه خلاف ورزی وکړی   اوسربېره پردې باندی اسلام وخلګوته هغه بدی اوناوړه اغیزی  اوبربادوونکی تاثیرات هم په لوړه کچه بیان کړی دی کوم چی دبشرپرفرداواجتماع باندی دبدواخلاقوپه وجه لوېږی وتاسی ته موږ په ځنونورولړیوکښی داخبره کړیوه چی دیهودوپه مشهوراومعتمدسِرِّی کتاب ،فروتوکولات حکماءصهیون اوددوی په مذهبی کتاب تلمودشرح تورات کښی ترداسی اندازې دبدواخلاقودرس ورکړسویدۍ چی پکښی ویل سوی دی  چی اخلاق خبیثه ځموږپه مسلک کښی دشرافت خویونه ګڼل کېږی ځکه چی موږومطلب ته رسوی اواخلاق حسنه موږدشرافت خلاف خویونه بولوځکه چی موږله هدف څخه راګرځوی، اسلام  وخپلوپیروانوته داسی درس اوتعلیم ورکوی چی دیوې حادثی اومصیبت درامنځ ته کیدوپه صورت کښی بایددحادثې اومصیبت داسبابودتشخیص په باره کښی دکافراومسلمان تر منځ ډیرفرق وی مثلاً له یوه کافرڅخه طیاره له هواڅخه پرځمکه باندی راولوېده اودارنګه ویوه مسلمان ته هم ورته و اقعه ورپیښه سوه نوکافرددې حادثې دسبب تشخيص په دې ډول کوی  چي دطيارې پترول  خلاص سوه يامثلا هواخرابه وه يافلان قسم تخنيکي عارض وطیارې ته ورپېښ سو اوپر همدغه ځاۍ باندي دتشخيص سلسله ختموي  اواسلام ومسلمان ته داسي تعليم کوي چي له دغه ظاهري تشخيص سره سره بايد مسلمان  دپېښي دقیق اوترپردې وشاته  سبب مشخص کړي يعني مسلمان بايدپه دې کښي فکر ووهي  چي ځما طيارې چي په هوا کښي تېل راخلاص کړل اويا کوم بل تخنيکي عارض ورپېښ سو  نوداپه حقيقت کښي ځما دفلان اخلاقي انحراف نتېجه وه چي الله پاک وماته  دهغه  سزاراکړ ه ،تاسي په دې کښي فکر وکړۍچي دبدر په غزاکښي وکفاروته سخت مالي اوجاني تاوانونه ورسېدل کفاروددغه مغلوبيت  سبب صرف داوبالو چي داپه دنياکښي دجنګ له خصوصياتوڅخه يوخصوصيت دۍچي کله يوطرف غالبه سی اوکله بل طرف اوله خپل کفراوشرک څخه په غفلت کښي وو کوم چي ددوۍ دمغلوبيت اصلي عامل وو ددې برعکس داُحدپه جنګ کښي دمشرکانوله لوري څخه ومسلمانانوته  درانه تلفات ورسېدل نواسلام ومسلمانانوته  سمدستي ددې پېښي  اصلي عامل  وروښووۍ چي هغه دځينو اصحابو کوم چي په جبل الرمات باندي داسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم له خواځاۍ پرځاۍ سوي وه، دخداۍ پاک درسول له حکمه مخالفت کول وو په دې اړه به تحليلي تفصيلات انشاءالله په نورو برخوکښي درته راسي دپخوړ په ډول مي په دې برخه کښي  دغه مذکور څه درته وليکل ـ

والسلام ومن الله التوفيق

په دې اړه نوربيا. . .