په اسلامی کلتور کښې د جمعې ورځ

د اسلام او د قرآن له  نظره د زمان او مکان ترمنځه  معنی لرونکې يو خاص فرق او توپير وجود لرې. که د فلسفه  له نظره د زمان او مکان مسئله ته  سترګې وغړه ولې شې، نو د دوو زمانونو او مکانونو ترمنځه هيڅ فرق وجود نه لرې، او ټول زمانونو او مکانونو يو غوندې بی معنی دې. معنی لرل او د بی معنی مفهوم په دې عبارت کښې دا دې چې د دې دوو ترمنځه جوړورکونکې او اثرناکه رابطه وجود نه لرې. دې پاملرنه سره، چې کله هم د دوو څيزونو ترمنځه څه نسبت وجود نه لرې  او يا يې نسبت بی اثره وې لکه  د پړې او آسمان نو دلته د دوه اړخيزه اړيکو د بی معنا خبره ترمنځه کښېږې.

 له دې سببه، د انسان، د زمان او د مکان ترمنځه هيڅ رابطه نشو ثابته او يواځې رابطه چې  دلته ثابته کېږي  هغه د زمان په محدوده کښې او يا يو خاص مکان کښې د انسان وجود دې چې له دې نه يې وړاندې يا له دې نه يې وروستو وجود نه لرلو، خو د دی مطلب دا نه دے چې د زمان  دوو قطعو( ټوکړو) ترمنځه څه معنالرونکې فرق وې.

خو دغه مسئله د اسلام  او د قرآن له  نظره  فرق لرې  او د زمان  او مکان لپاره يو خاص اقتدار بيان کښېږي. په دې معنی چې ځينې زمانونه او مکانونه د څه داسې اقتدار څيښتن دې چې نور زمانونه او مکانونه دغه اقتدار او طاقت نلرې.

د نمونې لپاره لکه څنګه چې قرآن مجيد ځينې خاص وختونو د عبادت لپاره ټاکلې دې او پرې تاکيد لرې چې په قرآن الفجر مشهور دی او يا دا چې سحر وختی استغفار کول د انسان د ژوند په بدلون کښې ډير زيات اثر لرې.

 هم دا شانته يې د ځينو خاص سيمو اقتدار باندې خبرې کړې او هغه يې په تقدس او ارزښت ياده کړې ده او يا دا چې ځېنه مځکې مبارکې او ځنه يې نامبارکې ګرځه ولې او يا دا چې پاک او د ناپاک ښارونو ترمنځه  يې فرق په نښه کړې. دا په دې معنا دې چې د قرآن او د اسلامی کلتور له نظره  د زمانونو او مکانونو ترمنځه  معنادار فرق وجود لرې.  ځېنې زمانونه  مثبت او د انسان د تکامل، جوړوونکې او وده او پرمختيا او يا د انسان او د الله تعالی او د عالم غيب  سره د سالم، آسان او کامل تر ارتباط برقرار کولو کښې د يو خاص مقام نه برخمن دې.

د جمعې ورځې اهميت:

جمعه د هفته د ورځو نه يوه ورځ  ده چې د اسلامی کلتور له نظره  يو خاص مقام او ارزښت  لرې. د نړيوال دينونو  او  شرعيتونو  له نظره ـ که هغه الهی  وی او که هغه غير الهی ـ  ځينه ورځې له يو خاص جهت نه د ډير اهميت برخمن دې.  دغه مقام کله د باوری چارو له بڼه او کله د حقيقی چارو له بڼه وې.

د يهوديانو په کلتور کښې د خالی ورځ يو خاص مقام ارزښت  لرې  او په دې  ورځې ځکه  تعطيل کوي چې د هغوې د عقيدې له مخې  الله تعالی د هفتې په  شپږو ورځو کښې  ټوله نړۍ پيدا کړی ده او د خالی په ورځ ـ چې هغو يی په يوم السبت نوم ياده وې الله تعالی آرام کړې وو.

د يهوديانو له نظره د خالی ورځ د رخصتی او عظمت  ورځ قرار کولو وجه د الله تعالی د آرام کول دی چې الله تعالی  په  دې ورځ د نړۍ له پيداکيد نه  فارغ شوے وو.  که څه هم د هغوې څخه ځينې کسان په دې مسئله کښې خداے پاک  ته د ستوماني نسبت ورکوی  او قرآن هغه نقد کوې خو بيا هم  دغه مسئله  له واقعيت سره نژدې ارتباط لرې چې پيښ شوې، په دې معنې چې  هغوې دهفتې شپږ ورځې د تلاش د کار او د نړۍ د پيدايښت  ورځ ګڼلې لکه څنګه چې خداے پاک په دې ورځو کښې په دې کار مشغول وو او په اوومه ورځ يې د آرام او د رخصتی ورځ ګرځولې وا نو هغوې هم  شپږ ورځې کار او تلاش کوې او په اوومې ورځې تعطيل کوي.

قرآن مجيد د سوره نحل په 124 آيت کښې  د خالی ورځې دې مسئله په سر د يهوديانو سره اختلاف  ته اشاره کوې او فرمائي :چې د يهوديانو لپاره د خالی ورځ  د تعطيل ورځ  ټاکلو سبب دا وو چې  هغوې  د جمعې په ورځ کښې اختلاف کړے وو. په تفسيرونو کښې ليکل شوې دې، چې دې لپاره چې يهوديان  د جمعې ورځ د احترام ورځ وګرځه وې الله تعالی  د جمعې ورځ هغوې لپاره  د تعطيل ورځ وګرځوله، خو ولې هغوې د هغه په ټاکلو کښې سره اختلاف وکړو، نو الله تعالی لپاره د دې چې د هغوې ترمنځه اختلاف ختم کړې د خالی ورځ  د تعطيل ورځه وټاکله. په حقيقت کښې د جمعې ورځ په خالی ورځ کښې  د بدلون  سبب د يهوديانوغاړه غړول وو.

( مجمع البيان ج5 او 6 ص604)

نو ځکه ويل پکار دې چې د ريښتن عقايدو په بنسټ چې له تحريف نه پاک دې او قرآن تائيد کوې چې شپږ ورځې تر جمعه پورې دې او اومه ورځ د جمعه ورځه ده نه د خالی ورځ. الله تعالی له طرفه له يهوديانو غوښتل شوی وو چې هغوې د جمعې په ورځ تعطيل اوکړی او د هغې احترام اوساتی او د جمعې ورځ د يوم الله ( د خداے پاک  ورځ)  وګڼی، خو ولې هغوې له دغه حکم نه انکار وکړو او پخپلو کښې اختلاف جوړ کړو چې د اختلاف مخ نيوې لپاره د هغې نه اوغستل چې د خالی په ورځه تعطيل وکړې او هغه د احترام ورځه وګرځه وې.. د هغوې رټنه او سزا لپاره دا حکم ورکړې شو چې هيڅ عمل به نه کوې او هيڅ قسمه کار او تجارت به په کښې حرام وې. له دې هرڅه نه پس هم د اصحاب السبت په ماجرا کښې وينو چې هغې له دې حکم نه هم تعرض کوې او د خالی ورځې داحترام او عظمت  خيال نه ساتی  او د کبانو ښکار کوي نو د هغه په نتيجه کښې مجازات شول او شکلونه يې د بيزوګانو په شکلونو کښې بدل شول.

د مسيحيانو له نظره د اتوار ورځ  محترمه ده او يو خاص  مقام او ارزښت  لري؛ ځکه چې  په دې ورځ  د حواريونو په درخواست باندې اسمانی مائده په هغې نازل شوې وا، نو هغې دغه ورځ ولمانځله او  تر قيامته يی د اختر ورځ  وګرځوله او تراوسه د هغې مبارکه ورځ په احترم، جشن کوې او خوشحالی کوې، نو دلته دا چارې سبب شوې چې تراوسه د ورځو نه دا ورځ په نښه شې او په ځانګړې توګه وپيژاندلې شې.

اسلام او په جاهلت کښې د جمعې ورځ:

جمعه د هفته د ورځو نه يوه ورځ  ده چې په فارسی ژبه کښې د آدينه په نوم ياديږي. د اسلام او وحی نازليدو نه وړاندې عربو دغه ورځ  د عروبه په نوم ياده وله؛ ځکه چې په دې ورځ به هغوې  يو ځا ته راغونډيدل او خپل مشکلات به يی حل کول.  عروبه  په مفهوم د جمعې په ورځ  په يو ځاے کښې د عربو راغونډيدل دې. ( لسان العرب ج2 ص 359)

 اسلام نه ورستو دغه  ورځ  د جمعې په نوم بدله شوه  او خلکو عروبه په جمعې  کښې بدله کړه. له امام باقر عليه السلام څخه د جمعې ورځې نوم اښودنو علت  پوښتنه وشوله، حضرت امام باقر عليه السلام ورته  په ځواب کښې او فرمايل: د الله تعالی له طرفه  د خلکو له غونډيدو په دليل د جمعې نوم  اښودۍ شوےدے.  (تفسير نورالثقلين ج5 ص325 حديث33.)

د تير شوي بحث په نتيجه کښې په الهی شرعيتونو کښې د جمعې ورځ يو خاص  اهميت او  ارزښت  لرې او بايد دا ورځ  د رخصتی ورځ وګرځه ولې شې او وستايلې او ولمانځلې شې.  په اسلام  کښې دا ورځ  هم هغه احترام او ارزښت برخمن دې، لکه څنګه چې يی د يهوديانو له لوظ ماتولو او په هغې کښې اختلاف نه وړاندې يې کوم ارزښت او يو خاص مقام لرلو.

الله تعالی د سورة جمعه 9 آيت کښې دا ورځه د ايماندارو راغونډيدلو لپاره د يو خاص سياسی او عبادی نمونځ مراسم ترسره کولو لپاره د جمعه ورځ ټاکلې ده

 معلوميږی چې دغه حکم په مدينه منوره کښې نازل شوے دے: ځکه چې په مدينه منوره کښې اسلامی حکومت ايجاد شوې او خلک بايد د دينی، اجتماعی او سياسی احکامو زدکړې  لپاره په  يوه ورځ او په  يو خاص مرکز کښې  راغونډ شې چې ترې خبر شې.

د جمعې نمونځ  له دغه خاص ځانګړې مقام څخه دا زمينه تياره وې چې له دوو رکعتو نه مخکښې د ټولنه او حکومتی مسايل وړاندي کړې شې، او د عبادی او سياسی قانون او قاعده د خلکو غوګو ته ورسيږې.

په دې ورځ د نور ورځو په خلاف يې د اذان  ټينګار كړې ده ؛ ځکه چې اذان د ټولنه د غونډې يو ډول رسمی اعلان شميرل کيږي او اسلامی حکومت اذان او رسمی اعلان سره کوشش کوې چې دغه عبادی ټولنيز او سياسی په رسمی توګه برقرارکړې او له  ټول اولس څخه په غونډې کښې د شرکت غوښته  کوې.( سورة جمعه آيت 9)

او يوبل ځاے چې د اذان خبره مخې ته راځې د حج اکبر ورځ ده ، چې د پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله له طرفه د اسلامی حکومت رسمې مواضعو اعلان کيږي او د دښمنانو نه د برائت په صورت کښې ټول اولسو تر غوګو رسې. له دې خبری دا څرګنديږي چې له دښمنانو برائت ـ چې يوه سياسی مسئله ده  او د خلکو اجتماع او غونډې په اړه د اذان مسئله کښې ډير نيږدې رابطه ده او د  خلکو اجتماع  لپاره اذان،  په رسمې توګه  اعلان قرار کولو  له ارزښه سترګے  نشو پټه ولې.

د سوره جمعه مبارک آياتونه د جمعه او د جمعه د نمونځ په اړه د سياسي غونډو او ټولنيز په توګه ځانګړې ارزښت ته ګوته نيسي. په  دې  ورځ له  نمونځ نه پس د الله تعالی ذکر د نجات د ډګر په توګه مطرح کښېږې. د الله تعالی زيات ذکر کولو مفهوم دا دے چې انسان په دې ورځ الله تعالی ته ځانګړې پاملرنه وکړې. په غونډې کښې شرکت کول ډيرې زياتې فايدې لرې په تير بيا د الله تعالی ذکر چې د نمونځ نه ورستو مطرح شوې او اجازت ورکړې شوې چې خلک دې تجارت او سوداګرۍ او د اخستل او خرڅول وکړې،

 دا په دې معنا دې چې خلک به په غونډه، خرڅ او اخستلو کښې ممکنه ده د الله تعالی له ذکر نه غافل شې،  نو ځکه سنت دا ده چې د الله تعالی زيات ذکر وکړې چې د غفلت او د شيطان په دام کښې ګرفتار نه شې.

په غونډو او په سياسی، اجتماعی او اقتصادی  مباحثو کښې شرکت کول د الله تعالی له ذکر نه د غافل کيدلو يو مهم سبب دے، خو د الله تعالی ذکر، د سياسی، اجتماعی غونډو او د جنګ جهګړو منفی اثراتو کښې  د کمښت  راوستلو سبب جوړيږي او  د دنيا او  آخرت د چارو ترمنځه  تعادل تاسيسه وې.

د جمعې په ورځ د تعطيل کول،او د سياسی، اجتماعی او عبادی مسئلو باندې خبرې کول په حکومتی مسايلو او په فکری او کلتوری وده کښې د جمعه د نمونځ نقش او اهميت بيانه وې، په دې ورځې خلک مؤظف شوې چې غونډې کښې شرکت سره د نظام مشروعيت په سياسی، عبادی او اقتصادی  توګه تاييد کړې او په آواز له حکومت سره هفته يز بيعت وکړې او خپلې  اجتماعی مسئلې حل کړې او د جمعه نمونځ کښې شرکت سره وحدت پيدا کړې چې هم په دنيا کښې او هم په آخرت کښې نيکمرغه شې. د جمعې ورځ او د جمعې نمونځ په دې توان لرې چې په اسلام کښې د عمومی انديښنه يوه لويه او کامله نمونه وګرځی. دلته اسلام په ښه ډول دا څرګند کوې چې له دنيا او آخرت د پاره او د عبادت، سياست، اقتصادی،کلتوری او نورو امورو لپاره د دمه او د دلاسه او هراړخيزه آيين دې. سربيره پردې چې کوښښ کوې چې انسان په ذکر او د خداے پاک يادولو باندې شخصی او روحی کمال ته رسه وې، او  کوښښ کوې چې دنيا او آخرت  ته يی سره يوځی پيوند ورکړې او د عبادت او سياست ترمنځه رابطه  پيدا کړی.