پر فرد او مجتمع باندي د بدو اخلاقو تاثیر،۲برخه

بسم  الله الرحمن الرحیم وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ (30)الشوری اوهغه څه چي رسېږي وتاسی ته( اي مومنانو)له کوم  مصيبته نوله (شامته )دهغو اعمالودۍ  چي کړيدی لاسونوستاسي اوعفوه کوي(الله پاک) تېرېږی له ډېروګناهونو ستاسی، محترمو مسلمانانووروڼوددې دپاره چي داخبره  وتاسي ته په ښه توګه څرګنده سي اودپاخه اطمینان اويقين  مورد  مو وګرځي ،چي بدافعال بداخلاق دزهريلي شيانو په څيرخطرات په فرداوپه مجتمع کښي پيداکوي اوافراداومجتمعات دهلاکت  وکندي ته وراچوي، په دې برخه کښي دبشراودغیربشر دتاريخ دبيخي سابقو قرنونووځينو حوادثواووپېښوته ستاسي توجه رااړوم  ـ اول: مفسرينو اونوروعلماوو په خپلوکتابوکښي داخبره ذکرکړيده چي دحضرت آدم عليه السلام ترپیدايښت له مخه په ځمکه کښي پیرانان اوسېدل  اوپه همدغه ډول  لکه څرنګه چي انسان په ځمکه کښي تصرف کوي دوۍ په ځمکه کښي تصرف کونکي وو خوڅرنګه چي دوۍ په ځمکه کښي بداخلاقي  اوبدفعلي پيل کړه  اودکائناتوحقيقی واکدار اومالک الله جل جلاله   يې ناراضه کړ نوالله پاک ملائکه ورته راولېږل  اودوۍ يې وغرو،رغواووشېلوته پسي واخستل ـ دوهم : شيطان ملعون و الله جل جلاله   ته  ډېرقرب اونزدېکت درلودۍ  اوپه  عالم ملکوت  اوپه عالم ملک کښي ډېرمعزز اومحترم وو اوډېرعبادت ګذار وو خوکله چي  بداخلاق له ده څخه صادرسوه لکه   جاه طلبي حسد،عجب کبراوغرور او  دخپل حقيقي مالک الله جل جلاله   له حکم څخه ئې نېغ په نېغه مخالفت وکړنوعبادت اوسعادت اعزاز اواکرام يې  ختم سو له اسمانوڅخه وشړل سو، ملعون سواو  ظاهر اوباطن يې دواړه مسخه سوه ظاهري شکل يې  په بې مثاله قبيح اوبدشکل بدل سو  اوباطن يې  تر ظاهر  لاډېرشنيع اوبدوګرځېدۍ قرب  الهي ئې په بعدشيطاني بدل سو اودجنت په بدل کښي يې ابدي دوږخ په برخه سو اودتسبيح اوتقديس اوتهليل په بدل کښي په کفر اوپه شرک او په کذب اوپه فحشا ءمبتلا سو  ـ دريم : دنوح عليه السلام  پرقوم باندي   چي داسي طوفان داوبوراغلۍ چي دغروترسرولوړ سو اودوۍ په کښي غرق سول داهم  دبد اخلاقۍ نتېجه وه ـ څلرم : دعادقوم  چي دصرصر په باد سره تباه اوبربادسول او  کو رونه کښتونه  اوچارپايان يې  له خاوروسره خاور ي سول اودقيامت ترورځي پوري دټول بشردپاره  دعاد قوم  دعبرت درس وګرځيدۍ  داهم ثمره دبداخلاقۍ وه ـ پنځم: دثموديانو زړونه چي په يوه چيغه دفرشتې سره ددوې په نسوکښي ټوټه ټوټه سول اوټول تباه سول ، اودلوط عليه السلام پرقوم باندي چي له اسمان څخه ډبري راواورېدلې  اوله تحت الثري څخه ئې دهستوګي ځايونه پربل مخ باند ی واوښتل ،اودشعيب عليه السلام پرقوم باندي چي دعذاب وريځ راغله اولمبووهونکې اور پردوۍ باندي راواورېدَی،، اوفرعون اودده قوم چي په  درياب کښي غرق سول اوارواحونه يې وجهنم ته نقل سول ،، اوقارون چي سر ه له خپله اهله اوماله اوسره له خپله سرايه  ژوندَيْ په مځکه کښي خسف  سو داهم دبداخلا قۍ پخوړ ووـ شپږم: پربني اسرائيلو باندي چي بخت نصربابلی حمله وکړه اوددوۍ نارينه يې قتل کړل اوددوۍ اولادونه اوښځي يې په اسارت له ځان سره يووړې اوددوۍ کورونه يې وروسوځل دادبني اسرائيلو دفساد اودبداخلاقۍ محصول ووـ اوم: په بني اسرائيلوکښي چي ځني بیزوګيان اوځني خنزيران سول لکه چي الله پاک فرمايلي دی«وجعلَ منهم القردة والخنازير» داهم دبني اسرائيلو دخبيثو اخلاقو په سبب وو