Drawer trigger

په اسلام کې جهاد او د رحمت پيغمبر(ص)

د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کې تر سلو کروړو زياتومسلمانانو د بعثت پنځلسمه پيړۍ ونمانځله. دا جشن د هغې ورځې د درنښت لپاره دے چې زمونږ پيغمبر(ص) د سولې او ورورولۍ بيرغ په اوږه کړ او د "وما ارسلنک الا رحمة للعالمين" په اواز سره يې د نړيوالې سولې اوسوله ايز ژوند بنيادونه کيښودل. اسلام طبقاتي  او نسلي اختلاف چې د ډير ناوړو جنګونو او پيښو سبب دے په ډيرې ښې طريقې سره هوار کړ. خو اوسنۍ متمدنه نړۍ لا تر اوسه په دې کې ښکيل ده اوهره ورځ په څه نا څه بانې د جنګ اور بلوي. د اسلام سوله غوښتنه او عدالت غوښتنه دومره زياته ده چې په ډاګه اهل کتاب يووالي او غږملتيا ته رابولي او په زړه راښکونکي ايت سره فرمايي: "اے زمونږ پيغمبره(ص)! اهل کتاب يهود و نصاري ته ووايه د توحيد په کلا کې داخل شئ چې په يو زړه او يوې ژبې سره د يو خداي عبادت وکړو او ورسره شريک ونه ټاکو.[1]

کله چې مسلمانانو مدينې ته هجرت وکړو او د برياليتوب بيرغ يې ورپاوۀ نو د مخالفانو لخوا پيغمبر(ص) ته د سولې وړانديزونه راغلل. او هغۀ مبارک يې هم هر کلے وکړ. چې څرګند شاهد او بيلګه يې د هجرت په لومړي کال د يهودو له څو قبيلو سره سوله ده. اسلام عامه سوله او ګډ ژوند غواړي او ډير ښه پروګرامونه هم ورته لري.

 جهاد د څۀ لپاره دے؟

اسلام يو ژوندے او نړيوال مکتب دے چې د اجتماعي او اقتصادي نظام لپاره خاص پلانونه او طريقې لري. اسلام د پخوانيو روميانو يهوديانو او نازيانو په شان په نوې ټولنې او نسل کې محصور نه دے بلکې د ټولو نړيوالو لپاره دے. او د اسلامي ښودنو په رڼا کې په مسلمانانو فرض دي چې د محرومو او غم زپلو خلقو د ژغورنې، د سولې او عدالت د راوستنې او د ژوند د پروګرامونو سره د نړيوالو خلقو د بلديدا لپاره کوشش وکړي.

د اسلام مجاهدين په دے لټه کې نه دي چې يوه ټوټه زمکه ونيسي يا يو حکومت نسکور کړي او د هماغې په شان يا تر هغې ظالم حکومت يې په ځاي راولي، بلکې جهاد هغه انسان دوسته او بې داغه کوشش دے چې د خداي په لار کې د انسانانو د تکامل او کمزورو او ضعيفو خلقو د ژغورنې لپاره دے چې فتنې ختمې شي او عامه سوله راشي. دا لوي اهداف او ژوندي تعليمات ډير خلق له ذلت او خوبه رابيدار او د هغو ظالمانو او خپل سرو خلقو ظلم ختموي چې د غريبانو په وينو يې خپلې ماڼۍ او افسانوي ژوند جوړ کړے دے.

 د انسان فطرت دا حکم کوي چې له پټي څخه بيکاره او د فصل خرابوونکي واښۀ او له ټولنې فاسد غړے او عضو غوڅ شي چې د محرومو کسانو د نيکمرغۍ او ژغورنې فضا برابره شي. د انسانيت او عدالت ليوال او پتيالي دې مقابلې ته غاړه ږدي او هغه ستاي. خداي تعالے فرماي: "که خداي د ځينو کسانو په ذريعه د ځينو نورو مخه نه نيوله زمکه به تباه او فاسده شوي وه"[2]

د اسلام د قران په تيورۍ کې جنګ پخپله اصلي مقصد او وروستے هدف نه دے بلکې د تيريو او ظلمونو د مخنيوي او د ښو انسانانو لپاره د نيکمرغۍ د لارې د پرانستلو په غرض يوه وسيله ده .

د مسلمانانو استاذي ايراني سردار رستم فرح زاد ته وويل خداي مونږ وهڅولو چې خلق له بت پرستۍ څخه خداي پرستۍ له غلامۍ څخه ازادۍ او دباطلو دينونو له ظلم څخه د اسلام عدالت ته راوبولو. څوک هم چې زمونږ بلنه ومني مونږ ورسره غرض نه لرو خپله زمکه روته پريږدو او ستنيږو...."


[1]  . سوره ال عمران ايه74.

[2]  . سوره بقره ايه251.