په قران کښې د پيغمبر (ص) لوړتياوې

د خداے ګران رسول حضرات محمد صلی الله عليه وآله وسلم د خداے پاک په شان په کامله توګه د پيژندنې وړ نه دے؛ ځکه چې هغه حضرت د خداے پاک اکمل او اتم ښکارنده او مظهر د ے؛ خو دې مطلب دا نه دے چې د هغه حضرت هډو پيژنګولي غير ممکنه ده؛ځکه چې که داسې وي نو هغه حضرت د انسانيت بيلګه او نمونه نه شي ګرځيدې. دې خبرو ته په پام سره، د خداے ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم په اړه د تشبيه او تعطيل دوړه حکمونه باطل ګرځيږي.

ځکه چې هغه حضرت څه حده پورې د پوژندګولي وړ دے او که مونږ د هغه په تعطيل باندې باوري شو، نو هغه حضرت به هډو ونه پيژنو؛ او د خداے پاک په شان به هغهۀ لپاره هم تشبيه پيدا نه کړو؛ ځکه چې بل چا سره به د هغۀ حضرت تشبيه ورکول ناسم کار وي. البته د قرآن مجيد تعبير له مخې ( آل عمران، ۶۱ آيت) امير المؤمنين حضرت علی عليه السلام د پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم باطن او د هغۀ حضرت مبارک وجود غړې دے او د خداے ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم په تعبير هر دوړه له يو نور نه دي او هر هغه حکم چې د خداے ګران پيغمبر (ص) لپاره دے د هغه خليفه، ورور او ترۀ زوې الميرامؤمنين حضرت علی عليه السلام لپاره هم ثابت دے او مونږ امير المؤمنين عليه السلام د خداے ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآبله وسلم تشبيه يا شبه نه شو ګرځوې ؛ ځکه چې يو وجود سره په ځينې غړو کښې شباهت لرل، د هغه وجود شبيه نه شي بللې، بلکې هغه عين همهغه څيز دے نه د هغه تشبيه.

البته ځينې ظاهري مقامات او موضوعات داسې شته چې د پيغبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم له خصوصياتو څخه دي لکه چې رسالت،د هغه حضرت ميرمنې او داسې نور...؛ دا ځکه چې مادي نړه څه داسې څيزونه غوښته کوي چې ترې نه سترګو پټول ممکن نه دي، خو مادی نړۍ او د هغې ښکارندې څه داسې اصليت نه لري چې مونږ يې بلتون او دوه شونې معيار وګڼو؛ دې خبرو ته په پام سره، په ډيرو مسئلو کښې پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم او حضرت علی عليه السلام په باره کښې د قرآن مجيد ‎‎ حکم يو دے او په دغو دواړو کښې څه فرق نشته، د دې خبرو په بنسټ د ظاهري او مؤثر څيزونه نه علاوه هغه مقامات او ارزښتونه چې محمدي لپاره ثابت دي، علوي لپاره هم ثابت دي.

ليکوال په دې ليک کښې د قرآن مجيد ښونو په رڼا کښې د خداے ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم، حضرت علی عليه الس‍لام او څورلس معصومينو عليهم السلام مقامات او د ارزښتونو څيړنه کول غواړي.

د پيغمبر(ص)مطلق مظهری مقام:

په دې کښې هيڅ شک نشته چې د خداے پاک پيژدنګولي د هغه خوږ پيغمبر اکرم (ص) له لارې ممکنه ده؛ ځکه چې ټول پيغمبران چې کله د خداے پاک مخلصو بندګانو تر عنوان لاندې ياديږي، هغه ټول د پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم مطلق ولايت سورې لاندې د هغو ټولو پيژندګولي د آخری پيغمبر (ص) په پيژندګولو باندې موقوفه ده لکه څرنګ چې د هغوي رسالت د خداے ګران نبی حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم په رسالت باندې موقوف دے؛ که څه هم دونياوي ترتيب له لحاظه هغوي لومړي وو خو هغه ټول په دې مأمور وو چې د پيغمبر اکرم (ص) د اسلام تبليغ وکړي.

دې خبرو ته په پام سره، د پيژندګولو يوازنې لار همهغه محمدی حقيقت دے او که چا له دې لارې نه علاوه بله لاره غوره کړه، نو هيڅکله به د خداے پاک او د هغه صفاتو، نومونو او علم حقيقت ته ونه رسي.

پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم به بيا بيا خپل ارزښت او مقام په هکله فرمايل: «اول ما خلق الله نوري؛ خداے پاک له هر څه وړندې زما نور پيدا کړې دے» او هم دی شان سره به هغه حضرت د خپل نبوت وړمبيتوب او ارزښت په هکله فرمايل: «كنت نبيا و الادم بين الماء و الطين؛ زه په هغه وخت کښې هم نبی وم چې آدم د خاوره او دخټو په منځ کښې و. » (بديع الزمان فروزانفر؛ احاديث مثنوي؛ 102 مخ) له دې عبارت نه دا په ډګه کيږي چې د حضرت آدم عليه السلام له زکوړی او پيدائښت نه وړاندې، د حضرت آدم عليه السلام او د نورو پيغمبرانو غوندې پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم هم پيغمبرې لپاره خداے پاک له لوري غوره شوې و، خو يوازې د ځينو شرطونو لکه چې خلقت ته انتظار و.

په هر حال دې کښې هيڅ شک نشته چې پيغمبر اکرم(ص) بيا بيا په ډونډه له خپل ارزښت او لوړتياوې خبر ورکړې و. هغوي د خپل نور خلقت وړمبنې خلقت ګڼي او دې سره تړلي په عبارت کښې فرمائي: «اول ما خلق الله العقل؛ يعنی د خداے پاک وړمبنې مخلوق عقل دے».

د دې مطلب دا دے چې د محمد صلی الله عليه وآله وسلم نور او عقل دوه بيل څيزونه نه دي، بلکې عقل او نور يو څيز دے او وړمبنې مخلوق همهغه د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم نور او د هغه عقل دے. (بديع الزمان فروزانفر؛ احاديث مثنوي، 202 مخ. او خواجه محمد پارسا؛ شرح فصوص الحكم؛ 505 مخ؛ او هم دی شان سره ن. ك. به: موسي اكرمي؛ د فخرالدين عراقي لوړتياوې لپاره عراقی ته ابن عربي رساله؛؛ اراك؛ ۷۴ ارديبهشت. )

په اسلامی فلسفې او عملی عرفان کښې دا خبره ثابته شوي ده چې وړمبې صادر يا وړمبې مظهر، د پيغمبر اکرم (ص) هغه کامل مظهر د ے چې په الهی مخلوق کښې څوک هم هغې مرتبې ته نه دي راسيدلي او پکار دے چې هغه حضرت دې وړمبينې مظهر قرار کړې شي.

هم دغه مفهوم په قرآنی مباحثو کښې د وجود سره مربوطو مسئلو څيړنو په وخت کښې په بل ډول بيان شوې دے؛ ځکه چې د وجودی دائرې تقاضا دا ده چې د هغه صعودی او نزولی دائره يوه ده. يعنی هر شې چې له کوم ځايه ظاهر شوې وي همهغه ځاے ته بيرته ګرځي. خداے پاک په ځينو آياتونو کښې د (انا لله و انا اليه راجعون) موضوع په ترڅ کښې د خلکو پام دې خبرې ته ګرځولې دے چې بيرته ګرځيدل يوازې صراط مستقيم له لارې ممکن دي چې د خداے ګران رسول (ص) او حضرت علی (ع) په روياتونو کښې معرفی شوي ده او بيابيا له معصومينو عليه السلام نه روايت شوي دي چې فرمائي: انا الصراط المستقيم يا نحن الصراط المستقيم، زه يا مونږ صراط مستقيم يو چې د خلکو بيرته ګرخيدل به زمونږ اړخه ته وي.

دا خبره چې خداے پاک د هر څيز مرجع خپل ځان معرفی کوي لکه چې فرمائي:« وان الی ربک المنتهی؛يعنی د هر څيز بيرته ګرځيدل د ستا(پيغمبر) خداے پاک اړخ ته دے» (نجم، ۴۲ آيت) په دې معنی دے چې د وجودی دائرې کښې سير هم د پيغمبر اکرم (ص) خداے پاک اړخ ته دے.

د دې په بنسټ، رجعت او بيرته ګرځيدل يوازې خداے پاک او د محمدی حقيقت اړخ ته دے، هم دې له آمله په ډونډه فرمائي: «ان الی ربک الجعی؛ رجعت او ګرځيدل ته ستا رب اړخ ته دي». (علق، ۸آيت)

د دې مطلب دا دے چې هر يو څيز به محمدی صلی الله عليه وآله وسلم حقيقت ته ګرځيږي او هم دې لارې به رجعت خپل آخری مقام ته ورسي.

د رسالت ،نبوت او د دين حقيقت په مقام کښې هم همدغه حکم جاری کيږي؛ ځکه چې د محمدی (ص) حقيقت لا لوري اسلام ته يوازې حقيقی څيز په لاس راغلې دے او ټول پيغمبران او رسولان د محمدی (ص)اسلام تبليغ لپاره مبعوث شوي وو. هم دې له آمله خدا وند متعال په ډونډه اعلان کوي چې د خداے پاک په نيږدې يوازنې دين د اسلام مبين دين دے لکه چې فرمائي:« و من يبتغ غيرالاسلام دينا فلن يقبل منه و هو في الاخره من الخاسرين؛ چا چې سيوا له دين اسلام بل دين پيروی وکړه نو ترې به نه قبوليږي او په آخرت به له خاسرينو وي.(آل عمران، ۵۸ آيت)، نورو پيغمبرانو هم د همدې مطلب تبليغ کول او په ډونډه به يې وايل:لکه څرنګ چې حضرت ابراهيم (ع) هم فرمائي:«انا اول المسلمين» (انعام، ۱۶۳ آيت) خو دغه هغه وخت صحيح ده چې کله ذاتی او حقيقی اوليت، يوازې د خداے ګران رسول صلی الله عليه وآله وسلم او هغه نفس او ځاے ناستې امير المؤمنين حضرت علی عليه السلام وړمبني مؤمنان وګڼل شي؛ ځکه چې هغوي د الهی اولين مظهر دي لکه څرنګ چې د خداے ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د اسلام او د ايمان وړمبيتوب حقيقت په اړه فرمائي:« يا علی انت اول المسلمين اسلاما و اولی المومنين ايمانا؛ يا علی! تۀ په اسلام او ايمان کښې له ټولو وړمبې يې.

که څه هم د خداے ګران رسول حضرت محمد (ص) په ظاهره د رسالت له لحاظه ورستې دے، خو د خداے پاک مطلق او وړمبنې مظهريت په بنسټ وړمبينې رسول هم دے او ټول پيغمبران په حقيقت کښې د خداے ګران رسول (ص) رسولان وو، هم دې له آمله يې خلکو ته د اسلام بلنه ورکوله او د خد اې ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم زيرې به يې ورکول؛ لکه څرنګ چې د اسلام خوږ رسول (ص) په هغو ټولو پيغمبرانو ګواه دے  لکه څنګه چې هغوي په خپلو امتونو ګواه دي«فكيف اذا جئنا من كل امة بشهيد و جئنا بك علي هولاء شهيدا؛ د هغوي به څه حال وي چې کله مونږ د ټولو امتونو ګوهان راوبللې شي او ته به په هغوي باندې ګواه وګرځو.» (نساء، ۱۴ آيت) دې مبارک آيت ته په پام سره، د خداے ګران رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم په ګواهانو ګواه دے.

په هر حال د پيغمبر اکرم (ص) مقامات ډير لوې دي؛ ځکه چې هغوي د نزولی او صعودي مقام په آخری فضليت باندې فائز دي چې ورته د(عمائيه) مقام نه وايل شوي دي او د قرآن مجيد په تعليماتو کښې ورته (مقام تدلی)،(قاب قوسين او ادنی) نه ويل شوي دي.(نجم، ۸ او ۹ آيتونه) دغه په دې معنی دي چې هر يو مخلوق او محمدی (ص) حقيقی صنعت د الهی اتم او اکمل مظهر او ښکارنده ده؛ لکه څرنګ چې امير المومنين حضرت علی عليه السلام معاوية ته په يو ليک کښې فرمائي:« نحن صنايع ربنا و الناس بعد صنايع لنا» (نهج البلاغه، 82 ليک.»

د پيغمبر (ص) دنياوي او اخروي لوړتياوې:

1. تسليم:

خداے پاک په ډيرو زياتو آياتونو کښې د خپل خوږ پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم دنياوي او آخروي لوړتياوې بيان کړي دي چې هغو څخه يوه تسليم ده. د خداے ګران رسول (ص) د تسليم دومره لوړې درجے خاوند و چې خداے پاک يې په خپله ستاينه کوي.(ال عمران، ۲ آيت، انعام،۱۷، ۴۱ او ۳۶۱ آيتونو)

2. رسالت او نبوت:

رسالت او نبوت د پيغمبر اکرم (ص) نورو ځانګړتياو څخه دے چې خداے پاک يې په خپل کتاب کښې ذکر کړې دے.( بقره، ۱۰۱،۹۱۱،۱۵۱ او داسې نور آيتونه)، هم دی شان سره د هغه حضرت (ص) د رضا مقام دے. دغه مقام د هغه حضرت (ص) د خدې پاک هميشني تسبيح، صبر او د تمحيد مقام څخه دے چې د طه سورت په ۱۳۰ آيت کښې يې بيان شوې دے.

3. شفاعت:

د شفاعت مقام هم د پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم له ځانګړتياو څخه دے چې قرآن مجيد ورته اشاره کړي ده. نورو خلکو لپاره دغه مقام د شپې نمنځونو(نماز شب) او د نفل نمنځونو له لارې ممکن دے. خو دې فرق سره چې د پيغمبر اکرم (ص) شفاعت داسې مطلق شفاعت دے چې له هغه نه لوې شفاعت تصور ممکن نه دے. (تفسير نور الثقلين،۳ ټوک، ۱۱۲ مخ، ۲۰۴ حديث) الله تعالی د ضحی سورت په ۵ آيت مباک کښې پيغمبر اکرم (ص) ته د شفاعت وعده ورکړي ده چې هغه حضرت راضی او خوشحال شي. (بحار الانوار، ۸ ټوک،۷۵ مخ، ۲۷ حديث؛ مجمع البيان، ۹ او ۱۰ ټوک، ۵۶۷ مخ)

4. مطلق عصمت:

د مطلق عصمت مقام هم د پيغمبر اکرم (ص) له مقاماتو څخه دے چې د بقره سورت په ۳۴۱ آيت کښې يې ذکر شوې دے؛ ځکه چې د قيامت په ورځ پکار دے چې ګواهی داسې وي چې هيڅ شک او شبهه پکې نه وي او دغه په خپله د پيغمبر اکرم (ص) په الهی عصمت دليل دے چې پکې هيڅ ډول دروغ، خطاء او هيريدل امکان نه لري. (الميزان، ۲۱ ټوک، ۳۲۳ مخ)

هم دی شان سره خداے پاک د آل عمران په ۲۳ ، ۲۳۱ او داسې نورو آيتونو کښې د هغه حضرت (ص) مطلق اطاعت کولو باندې ټينګار او تاکيد کړې دے او ورسره ورسره يې د هغه حضرت (ص) اطاعت خپل اطاعت ګڼلې دے. د دې مطلب دا دے چې هغه حضرت (ص) د مطلق او کامل عصمت خاوند و؛ ځکه چې که داسې نه وي نو پکار دے چې د هغۀ حضرت (ص) اطاعت (ص) مقيد کړې شي ولې چې خداے پاک د هغۀ حضرت (ص) اطاعت د خپل اطاعت په شان بی لا څه قيد او شرط نه علاوه ذکر کړې دے، د بيان دغه طريقه او انداز خپل پخپله په دې خبرې دلالت کوي چې هغه حضرت (ص) د مطلق او کامل عصمت خاوند دے او هغه حضرت (ص) له هرې خطاء او سهو نه پاک دے، او که نه نو داسې حکم جائز نه دے. (الميزان، ۵ ټوک،۹۸۳ مخ)

له ابن تيمه نه د غدير روايت نه انکار کولو په تيره بيا د د ې حديث آخری برخې په آړه چې د خداے ګران رسول (ص) فرمايلی دي:«الهم وال من ولاه و عاد من عاده؛ يعنی خدايه هغه څوک خپل دوست وګڼه څوک چې علی (ع) سره دوستی کوي او هغه خپل دښمن وګڼه څوک چې علی (ع) سره دښمنی کوي ،نقل شوي دي چې وائي: مونږ د حديث دغه برخه نه شو منلې ځکه چې له دې عبارت نه دا څرګنديږي چې هغه (علی) هم د خداے پاک او د هغه رسول (ص) په شان د عصمت او د مطلق اطاعت خاوند ګرځيږي، نو ځکه مونږ نه شو منلې چې د خداے ګران رسول (ص) به د علی (ع) په اړه داسې حکم ورکړې وي.

5. قضاوت:

د پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم له دنياوي او آخروي مقاماتو او لوړتياو څخه يو مقام د قضاوت دے چې په دنياوی موضوعاتو(نساء، ۵۴ او ۵۰۱ آيتونو؛ مائده، ۲۴او ۳۴ آيتونه) او آوخروی موضوعاتو کښې د قسيم النار والجنة (د جنت او دوزخ ويشل کونکې) په توګه هغه حضرت (ص) لپاره ثابت شوې دے.

خداے پاک د اعراف په سورت کښې په ډونډه فرمائي: چې د اسلام خوږ رسول حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم او د هغه حضرت (ص) پاکه کورنۍ اهل بيت عيلهم السلام به د قيامت په ورځ په اعراف باندې وي په داسې حال کښې چې انس او جن دوزخ او جنت به معين کوي.

6. ولايت:

د خداے ګران رسول (ص) نورو دنياوي او آخروي لوړتياو څخه يوه لوړتياوه ولايت دے. ولايت او امامت د خلافت په اپوټه يوازې دنياوي چارو سره خاص نه دے.

دغه ولايت د محمدی (ص) حقيقتو څخه دے او خداے پاک نورو معصومينو عليه السلام ته هم عطا کړې دے او فرمائي: «انما وليكم الله و رسوله و الذين آمنوا الذين يقيمون الصلاه و يوتون الزكاه و هم راكعون؛ د ستاسو ولی يوازې خدا وند، د هغه رسول (ص) او هغه کسان دي چې ايمان يې راوړې دے او نمونځ قائم کوي او په رکوع حالت کښې زکاة ورکوي. (مائده، ۵۵ آيت).

دې خبرو ته په پام سره، ولايت الله ته راسيدو لپاره پکار دے چې د محمدی ۰ص) ولايت نه تير شي. و من يتول الله و رسوله والذين آمنوا فان حزب الله هم الغالبون؛ ځکه چې د نورو ولايت د طاغوتو او سرکشو ولايت دے او حزب الله نه حزب شيطان طرف ته تګ دے چې راټلې شوي دے.(مائده،۶۵ او نور آيتونه).

خداے پاک فرما ئي چې د محمدی (ص) ولايت ټولو ولايتونو باندې واکمن دے دې خبرو ته په پام سره، هيڅوک د خپل سر او مال سره د خداے پاک هغه فطرتی ولايت ته نه شي راسيدې. لکه څرنګ چې فرمائي: «النبی اولی باالمؤمنين من انفسهم» (احزاب، ۶ آيت) ځکه چې د محمدی (ص) ولايت همهغه خدائي مطلق ولايت دے.

7. عبوديت او بندګی:

عبويت هم د پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم له مقاماتو او لوړتياو څخه دے چې خداے پاک هغه حضرت (ص) د الهی څرګند صفاتو، نومونو او د اکمل مظهر جوړيدو نه لوړ، د عبديت مظهر، يعنی غيبی صفاتونه ته هم شامل دے.

خداے پاک بيا بيا د محمدی (ص) حقيقت عبده او عبدنا سره تعريف کړې دے لکه څرنګ چې د اسراء سورت ۱ آيت او د کهف سورت ۳۲ آيت کښې ورته اشاره شوي ده.

پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم د اکمل او د اتمم مظهريت خاوند دے او دغه خبره چې د محمدی (ص) حقيت خپل نفس او باطن سره مربوط دے، دا ځکه چې دغه مطلق مظهريت د هغه حضرت (ص) باطن سره مشابه يعنی معصومين عليهم السلام ته هم شامل دے.

بی لاشکه چې د محمدی (ص) حقيقت په اړه دغه مطالب هغه وخت صحيح دي چې کله مونږ د آياتونو او روياتونو په رڼا کښې د زړه له کومې دغه حقيقت ومنو او دې حقيقت سره مينې کولو لپاره زمينه هواره کړو او په دې باوری او ايمان ولرو چې د دې حقيقی اطاعت له لارې به خپل منزل مقصود ته ورسو، ځکه چې ايمان د مينې نه علاوه بل څيز نوم نه دے او که څوک دې مينې ته ونه رسي، نو هيڅکله به د ولايت او د اطاعت مفهوم درک نه کړي ، په سمې لارې به ګړندې نه شي او خپل مقصد ته رسيدو لپاره به محمدی (ص) عشق اړخ ته قدم اوچت نه کړي. هم دې له آمله خداے پاک حق لټونکو ته حکم کوي چې که خداے پاک سره مينه کولو غواړو نو د محمدی (ص) مينې او حقيقت پيروي وکړو:«قل ان کنتم تحبون الله فاتبعونی يحببکم الله؛ اے رسوله! خلکو ته وويه چې که خداے پاک سره مو مينه وي نو ما سره مينه وکړو چې د خداے پاک محبان به شوئ. (آل عمران، ۱۳ آيت)